خبرتیاوی او پیغامونه

د علم او عرفان مینه والو ته یو مهم بشارت

جامعه عالیه نور المدارس فاروقي چې د افغانستان په سطحه تر ټولو مشهوره او مقبوله مدرسه ده، د اتیا کلن ویاړمن خدمت سابقه لري او د دیني علومو او روحانیت یوه منوره سرچینه ګڼل کیږي. د پخوا په شان یې یو ځل بیا تعلیمي کال په راتلونکو ورځو کې شروع کیږي.

دغه مدرسه چې د بنسټ ډبره یې د افغانستان ستر غازي، عالم، مصلح او مرشد علامه حضرت نور المشائخ فضل عمر مجددي ( قدس الله سره) ايښې او تعلیمي نصاب یې هم د حضرات کرامو لخوا تعین شوی دی، د دیني مدارسو په منځ کې ځانګړی مقام او مرتبه لري.

د علم او روحانیت شائقین طالبان کولای شي د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د حمل میاشتې له پنځلسمې بیا تر پنځه ویشتمې نیټې پورې د داخلې لپاره مدرسې ته مراجعه وکړي. د حمل په پنځه ویشتمه به ان شاءالله په منظم ډول درسونه پیلیږي. طالبان وروڼه دې خبر وي.

ادرس: غزني ولایت، د اندړو ولسوالۍ، د مستوفي سیمه، جامعه عالیه نور المدارس فاروقي

( د مدرسې د مسؤلینو لخوا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x