افغانستان

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو لس کسیز پلاوی مسکو ته روان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو لس کسیز پلاوی مسکو ته روان شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی نن د چهارشنبې په ورځ مسکو ته روان شوی او ټاکل شوې ده چې هلته د افغان سولې په اړه ترسره کېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د طالب پلاوي په تشکیل کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شيخ عبدالحکيم، ملاعبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا محمدفاضل اخند، ملا خيرالله خيرخواه، سهيل شاهين، انس حقاني، شیرمحمدعباس ستانکزی او  د طالبانو د سیاسي د فتر ویاند ډاکتر محمد نعيم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده نن د چهارشنبې په ورځ د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ لو یو لوړ پوړی دولتي پلاوی هم په دغه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ALLHA MO MAL SHA

طوطی

ویل کیږی چی د کابل د هییت ټول مصارف به خپله هیأت کوی ولی د طالبانو د هییت مصرف به بیا ټول روسان ورکوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx