نړۍ

په جرمني هېواد کې یو افغان ځوان ایالتي پارلمان ته لار ومونده

د جرمني هېواد په هېسن ایالتي پلازمینه ویسبادن ښار کې د روانو پارلماني ټولټاکنو په ترځ کې د BIG په نوم حزب له خوا کاندید افغان ځوان ددې ایالت پارلمان ته لاره ومونده.

دغه ځوان چې فیصل وردګ نومیژي په کال 1999 کې د پښتونخوا ایالت پېښور ښار مهاجرینو پنډغالي کې زږېدلی او په کال 2002م کې له خپلې کورنۍ سره مل جرمني هېواد ته مهاجر شوی دی.

ښاغلی فیصل وردګ چې  د خپل ژوند 22م پسرلي ته رسېدلی د طبابت اړوند فارمیسې فاکولته کې په لوړو زده کړو بوخت دی، له فوټبال سره یې بې کچې مینه ده او په څلورو ژبو پښتو، فارسي، انګریزي او الماني ژبو روانې خبرې کوي.

په جرمني هېواد کې د میشتو بهرنیانو په تېره بیا افغان مهاجرینو مصلحتي کړنلارې چې له مخې یې په الماني ټولنه کې د ادغام له هر څه بایللو هڅو سره مل ژوند تېرول دي ښاغلی فیصل دې ته وهڅاوه تر څو په کم عمر کې د یاد تنظیم له لارې ایالتي پارلمان ته لاره ومومي.

د ویکیپیډیا د مالوماتو له مخې BIG )د نوښت او عدالت لپاره یووالی) تنظیم بنسټ په کال 2010م په جرمني هېواد کې اېښودل شوی او مشري یې د هلوک یلدیز (پیدا 1968) په نوم ترکي الاصل  المانی سیاستوال کوي، نوموړی له 2009م کال راهیسې د بن ښار د شوری غړی او له هغه مخکې په کال 2001 م کې د اسلامي پوهنتون انجمن او په کال 2006م کې د مسلمانانو د شوری بنسټګر بلل کیژي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حتمآ به کوم طالب وه څکه نور خلک خو ټول عامیان دی په څه نه پوهیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx