
شهباز شریف: په وزیرستان باندي د فوځ برید د پاکستان د بقا جنګ دی
نن ټکی آسیا: د پاکستان د وزیر اعظم ورور او د پنجاب ایالت وزیر اعلی ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د پاکستان فوځ په وزیرستان کې د تروریستانو په خلاف عملیات پيل کړی، او هغوی به هلته تروریستان نیست او نابود کړي.
نوموړي زیاته کړه چې په وزیرستان کې د پاکستان د بقا جګړه پیل شوي، او دا جګړه به د ترورزم تر خاتمې پوري ادامه ولري.
شهباز شریف دغه خبري هغه وخت وکړي کله چې په خپل هلیکوپتر کې د وزیرستان مهاجرینو ته په سختو امنیتي تدابیرو کي د بنو کمپ ته ورغلی، نوموړي د مهاجرینو سره د ملاقات وروسته یوې خبري غونډي ته وینا هم وکړه.
شهباز شریف وویل چې دوی به مهاجرین تنها نه پریږدي، بلکي خپل ټول وسایل به د هغوی په قدمونو کې واچوي.
باید وویل شي چې د وزیرستان د مهاجرینو شمېر تر یو ملیون اوښتی، چې اکثریت یې د بنو په کمپ کې میشت دي، چېري چې د سختي ګرمي او خراب صحي چاپیریال له کبله د اکثریتو ژوند د مرګ د ګواښ سره مخ دی.
د راپورونو سره سم د وزیرستان د مهاجرینو څخه نیمی مهاجرین چې اکثریت یې ماشومان او ښځي دي، دا مهال د سختو ناروغیو سره مخ دي، چې د ناپاکو اوبو، د حمامونو د نه شتون او په یوه خیمه کې د لسګونو یو ځای اوسیدنه دغه ناروغۍ لا په سي زیاتوي.
د ډان نیوز د راپور سره سم په روغتونو کې دومره ځای نشته چې ناروغان په کښي ځای شي، او نه هم د مهاجرینو لپاره خاص شوي روغتونونه ددومره ډیرو ناروغیو او ناروغانو لپاره مجهز دي.
باید وویل شي چې د وزیرستان د مهاجرینو لپاره تر اوسه هیڅ کوم اسلامي او غیر اسلامي هیواد او تنظیم اواز نه دی اوچت کړی، او د هغه بر عکس د ټول غربي او شرقي هیوادونه د پاکستان د فوځ ملاتړ کوي او د هغوی عملیات یې ستایلي، چې له هغو څخه د افغانستان ولس مشر حامد کرزی هم وو، چاچي په وزیرستان کې د پښتنو او میشتو افغانانو په خلاف د پاکستاني فوځ عملیات وستایل، او غوښتنه یې وکړه چې دغه عملیات دي لا په سي پراخ او ګړندي شي.