افغانستانسولې اړوند خبرونه

سیګار: د بهرنیانو له مرستې پرته حکومت د سقوط له ګواښ سره مخ دی

افغاننن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده د طالبانو او امریکا تر منځ‌ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه د می میاشتې تر پیلېدو پورې‌ له افغانستانه ووځي؛ د افغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار ادارې «سیګار» مشر «جان سوپکو» خبرداری ورکړی، چې کابل حکومت د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د طالبانو په وړاندې تم کېدای نشي.

سوپکو چې تېره ورځ یې د کانګرس یوې فرعي کمېټې ته خبرې کولې وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو پوځيانو وتل به په یاد هیواد کې بربادي رامنځته کړي او حکومت به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

سوپکو ویلي‌، چې د بهرنیانو له شتون پرته به دولتي عسکر د څو میاشتو دننه د الوتکو د پورته کولو او پرواز کولو وړتیا له لاسه ورکړي، او په ډېر لږ وخت کې به له سقوط سره مخ شي.

نوموړي‌ وړاندې زیاته کړې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د سولې په‌ پروسه کې د لا زیات امتیاز د لاسته راړولو په موخه پردولتي‌ عسکرو او پولیسو بریدونه زیات کړي‌ او هڅه یې کړې، تر خپل واک لاندې سیمه نوره هم پراخه کړي.

د سوپکو له قوله، د حکومتي ادارو دننه پراخ فساد او د خدماتو نشتون نور هم ددې لامل شوی، چې حکومت سیاسي مشروعیت له لاسه ورکړي او طالبان غښتلي شي.

د سیګار د رییس پورتنی خبرداری داسې مهال دی، چې د‌ طالبانو او امریکا تر منځ‌ په دوحه کې د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټي‌ کچې ته راټيټ شوی دی.

د یاد توافق له مخې بهرني‌ ځواکونه باید تر دوو میاشتو په کم وخت کې له افغانستانه ووځي او افغانان پرېږدي چې یوه سیاسي‌ جوړجاړي‌ ته تر رسېدو وروسته نظام جوړ کړي.

ورته مهال د ناټو سازمان وایي، راتلونکې اوونۍ د یاد سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران راټولېږي‌ او په افغانستان کې د خپلو عسکرو د حضور په اړه سلا مشورې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دغنى مفسد حکومت حفاظت غىرى ممکن دۍ که عقل لرۍ خپل فوجىا ن او پيسى مه ضاىع کوۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx