
ذاکر جلالي
مسکو به سبا (پنجشنبه) د افغان سولې په تړاو د یوې بلې ناستې کوربه وي. په دې ناسته کې د طالبانو، افغان حکومت او افغان سیاستوالو د لوړي کچې غړي ګډون کوي. پر دوی سربېره، په دې ناسته کې زلمی خلیلزاد د امریکا په استازیتوب او چین، پاکستان او قطر هم بلل شوي دي.
افغانستان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو د سیالیو ډګر دی. افغانان یوازې قربانیان دي. له نېکه مرغه، اوس د افغان سولې په تړاو یوه سیمهییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې. دا اجماع هېچا نه ده رامنځ ته کړې، بلکې حالاتو راټوکولې. دا چې د امریکا لوړ پوړی استازی د مسکو په ناسته کې ګډون کوي، ښيي چې امریکا او روسيې افغان سوله د خپلو اختلافات له ټکو یوې خواته کړی او دواړه ستر دولتونه په افغانستان کې د سولهییز لېږد پلوي دي. یو ښه بدلون دا راغلی چې پخوا لوبغاړي په نیابتي جګړو اخته ول، اوس د سولهییز اواري لپاره سیالي روانه ده. له قطر نیولې تر روسيې، ترکیې، جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا ټول چمتو دي چې د بین الافغاني خبرو کوربهتوب وکړي.
سره له دې چې د افغانستان مسئله کې ډېر لاسونه ښکېل دي؛ خو اوس د سولې بحث د افغان لوریو ترمنځ د مېز پر سر پروت دی. د ټولو لوبغاړو پر دې اتفاق دی چې افغان لوري د راتلونکي سیاسي جوړښت په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي.
له بده مرغه تر دې دمه نه افغان حکومت وتوانېده چې د اواري یوه طرحه وړاندې کړي او نه هم طالبان. د طرحې په تشه کې متحده ایالتونو د سولې د انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړه. دا ندېښنه له پخوا موجوده وه چې د افغاني نسخې په نه موجودیت کې به طبعاً بهرنۍ نسخه راوړاندې کېږي. اوس افغان لوري اړ دي چې د دې نسخې په تړاو نظرونه ورکړي.
امریکا بیړه لري. وخت کم دی. امریکا ځکه بیړه لري چې د مۍ لومړۍ نېټه په نژدې کېدو ده. طالبانو ته هم په کار دي چې په خپله برخه کې دا بيړه جدي ونیسي. طالبانو ته هم مهمه ده چې د دوحې د موافقتنامې د تطبیق لپاره هڅې وکړي. دوحه د ربړې د اواري لپاره ښه چوکاټ دی.
امریکا د مۍ لومړۍ نېټې ته ځکه بیړه لري چې بین الافغاني خبرې یوه حل ته ورسېږي. دا په دې معنا چې د دوحې له موافقتنامې سره سم، د بهرنیانو بشپړ خروج د دوحې موافقتنامې تطبیق –بین الافغاني هوکړې- پورې تړل شوی دی.
د کابل د اداره په طرح ٗ نه غواړم وغږیږم او د غږیدا وړ هم نه ده . خو د طالب طرح هماغه د دوحی تړون ده ٗچی بل طرحی ته اړتیا نه وینې او اړتیا هم نشته. لیکوال ته باید ور په یاد کړم ٗ چې په حقایقو خبر نه ئې ٗ د لیکلو ضرورت نشته او که چیري خبر ئې نو ځان مه تیر باسه .