شعـــــرونه

د سولې پسرلی/ فدامحمد نومير

فدا محمد نومير

پسرلیه چې راځې نو يو خبر د سولې راوړه
په خوشبو کې د‌ ګلانو څه اثر د سولې راوړه

خزانونو يو ځپلي انتظار دې د راتلو کړو
دود وهلو تورو خونو ته سهر د سولې راوړه

حال د زړه چې يو تر بله ادم ووايي درخو ته
چې يې ونيسو په غېږ کې خوږ دلبر د سولې راوړه

کوڅې فرش کړلې خاټولو د اشنا و ښه راغلاست ته
ميکدې ته د ميخورو جام، کوثر د سولې راوړه

د شين غاړو منګوټو سره ګودر ته نجونې وتي
بيا چې غاړه او غړۍ شي ټل خيبر د سولې راوړه

د محلې په مسجدو کې د امام له پاکې خولې نه
چې سبق د ورورۍ راکړي هسک منبر د سولې راوړه

چنارونه او نښترې ترانې واي د بلبلو
چې دا بڼ راته سمسور کړي نيک رهبر د سولې راوړه

وي شېبې د ژوند آخرې چې مې نزع زنکدن وي
د نومير د ارمانونو د زړه سر د سولې راوړه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx