دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«پنځلسمه برخه»

اسدالله رزین

د وحیې پیل و، رسول الله(ص) وارخطا او لړزیده او له دې نابلده ورپیښ حالته ډیر په شدت اغیزمن و.

محمد(ص) نه و ملامت، له ابادۍ درې میله لرې په غره کې يو غار و، توره شپه وه، محمد(ص) یواځې و، بې له مخکې تیاري ناڅاپه د الله تعالی(ج)د کلام مخاطب و، له آسماني مخلوق سره مخ و، د آسمان له څنډو ور سره خبرې کیدې، غیر عادي خبرې وې، دوی(ص) دغه آوازونه نه پیژندل، د محمد(ص) لوی زړه او غښتلې اراده وه چې دغه حالت یې و زغملای سوای.

محمد(ص) له غاره را ووت، خو کورته په ټوله  لاره کې یې د جبرائيل(ع) آوازونه اوریدل چې ورته وایي:

ای محمده(ص)ته د خدای رسول او زه جبرائيل یم. محمد(ص) خپلې سترګې د آسمان په کنارو کې ګرزولې او هر لورته یې جبرائيل لیده او دغه آواز یې اورید چې ای محمده(ص)ته د خدای رسول او زه جبرائيل یم.

محمد(ص) په همدغه ستړي حالت کې ځان کور ته را ورسا وه او له بي بي خدیجې یې د (زملوني) په الفاظو کې د پټیدو غوښتنه وکړه.

ام المؤمنین خپلې سترګې د خیر البشر حضرت محمد مصطفی(ص)په لیدو ښې سړې کړې او په ټول هوس او مینه یې هغه استقبال او د هغوی مبارک مخ چې د وحیې د ثقالت په خولو لوند او معطر ؤ ورپاک کړ او په ښه او تسلي زړه او ډاډمنو کلمو یې محمد(ص)مخاطب او ورته ویې فرمایل:
خوشاله او ثابت قدم اوسه، تا خدای نه ضائع کوي، په تاکې ټول لوړ انساني صفتونه راټول سوي دي، چې بل څوک یی نه لري او زه په خدای لوړه کوم چې ته نبي آخر الزمان یې.

خدیجې له (۱۲) کلنۍ د محمد(ص) په هکله خپله مطالعه پیل کړې وه، هغه یې په هر حالت کې ډیر په غور څارلی و او د خپل څار هره شېبه به یې هرو مرو د ورقه بن نوفل له نظره هم تېروله خدیجې سره نور هیڅ ډول اندیښنه نه وه پاته، نو ځکه یې په پوره زړورتوب او پوره ډاډ سره د خدای له لوري د بشریت د لارښود ستاینه ورته ډالۍکړه.

موږ او تاسې په تېرو برخو کې ولوستل چې د محمد(ص) ټول ژوند د امت لپاره لوستونه او پندونه دي، نو زما په اند که دغه منل سوی اصل مخې ته کیږدو او ورته په کتو کې خپل ژوند پیل کړو، ډېر ژر به له دغه تباه او شرمیدلي حالته را ووځه او د انساني ژوند په اصلي چوکاټ کې به چې همدغه د محمد(ص) او بي بي خدیجې(ض)مبارک ژوند ده ځانونه پیدا کړو چې نور به بیا د خپل مهال د راباندې تپل سوي او ګومارل سوي وحشت او دهشت زور نه رسیږي، ځکه موږ به د یو فطرت غواړي ښایسته نظام په سیورې کې اوسو په کوم کې چې لوریدنې، اخلاق، تقوا، محبتونه، یو او بل ته ورپام کول، د یو او بل ښویدنو ته د اصلاح لپاره مخ ور اړول، حوصله افزايي او د (وتواصوا باالحق وتواصوابالصبر) نظام شتون ولري.

هلته به بیا اوله انساني اداره(کورنۍ) تحقق پیدا کړې چې بیا به د هغې ادارې له برکته زموږ په کورو کې د حال او مستقبل معماران، د کور او کلي، هیواد او ټولې نړۍ د هیلو سترګې جوړیږي.

زړونه به پرې ښاد او هریو به د انساني کرامت، فضیلت، تقوا، ترقي او تکامل زیری وي او ښځه به هم په انساني ټولنه کې یو اضافي شی نه وي او هغه لوړ او له درناوي ډک ځای به پیدا کوي کوم چې یې حق دی او د غه د ښځو د حقوقو تر سرلیک لاندې د ښځو حقوقو ته سپکاوی چې له ښځې یې لوبکۍ جوړه کړې ده او یواځې او یواځې یې د شهوتونو د اقناع لپاره کاروي او په رادیو، تلویزیون، ټولو رسنیو، هر کاغذ او هر قوتي یې له شرمه ډک لوڅ او شهوت پارونکي انځورونه او آوازونه په ټوله بې شرمۍ او بې ادبي د خلکو سترګو او غوږو ته رسوي او احساسات یې ور ټپې کوي له منځه ځې.

کورنۍ چې د انساني ژوند د بقا او ادامې یواځنی چوکاټ او بنسټ دی چې: د انسانیت دښمنان نن د همدغه لوی بنسټ د تباهۍ او بربادۍ لپاره په منډو او ترړو لګیا دي او غافل او جاهل مسلمان یې هم په شا ټکوي او د ستوماني مټې ورکیکاږي، د خپل دښمن حوصله یې لوړه ورساتلې ده او اوس په دغه  لوی جنایت یعنې د کورني نظام په ګډیدو کې تر اصل دښمن ځان یو ګام مخکې ویني.

کله چې د محمد رسول الله حالت ښه سو، نو بیا دواړه محمد(ص) او بي بي خدیجة الکبری (رض)ورقه بن نوفل ته ورغلو او محمد رسول الله (ص)ته له ورپېښې، پېښې یې خبر کړ.

ورقه په دغه وخت کې ډیر ضعیفه سوی و، خو د دوی د سوال په ځواب کې یې بې ځنډه داسې ورته وویل: دا هغه ملکه ده کومې چې موسی(ع) ته وحیې راوړې وه، د موسی(ع)نوم یې ځکه ورته یاد کړ چې هغه ته هم د نبوت اعلان لکه محمد(ص)ناببره وسو او ورقه بن نوفل داسې هم ورته وویل چې که په هغه وخت کې زه ژوندی وم چې تا خپل قوم له مکې په وتلو اړباسي نو زه به دې خامخا ډېره مرسته وکړم.

له وحیې سره د نابلدې شپې او ورځې تیرې سوې او د انسان د انساني کیدو الهي فرمانونه یو په بل پسې راتلل او د نبي کریم(ص)مسئولیت یې نور هم ور ډیراوه او دوی(ص) به خدیجې(رض) ته فرمایل: انتهی زمن النوم والراحة).

د محمد(ص) احساس نور په یو قوم پورې ځانګړی او محصور نه سو پاته، بلکې د ټولې انساني کورنۍ په احساس بدل سو او بې ځنډه یې د نازلې وحیې په رڼآ کې لومړنۍ هوښیاري او شرائطو ته په کتو سره هلې ځلې په پوره رازدارۍ او احساس مسئولیت سره پیل کړې.

رسول الله(ص) پخپله ور په ګوته سوې لار او خاکه د دې لوی انساني خوځښت موخې ته د رسیدو لپاره ځان وقف کړ او په دې اغزنه لار کې په نبوي حسن تدبیر او حسن تقوا سره دا لوی خوځښت په لاره سم کړای سوای.

هر چا ته هر چیرته ورغی او خپله موخه یې په ښکاره ټکیو کې ورته بیان کړه، له نابلدو غبرګونونو سره مخ سو، خو همت او زغم یې لا پیاوړی او ثابت پاته سو او مخ په وړاندې روان و او د دې موخن انسان مخه هیڅ ابوجهل هم ډب نه کړای سوای او د لا اله الا الله محمد رسول الله تر ملکوتي شعار لاندې یې خپل ټول کړه تنظیمول.

دا د هر چا شعار او په هر زړه کې یې اغیز پریښودلای سوای. ویده ضمیر یې را ویښاوه، دا پخپله د ضمیر آواز و، ړوند کړل سوی احساس یې بینا کاوه، دې احساس ته انساني خټې لبیک ویل، ځکه چې فطرت یی تمثیلاوه نو ځکه هرکلی او ښه راغلې ورته  ځان چمتو کاوه، انسان ستړی سوی و، د انسان په سترګه نه ورته کتل سوي، سپکاوی یې سوی و، نو ځکه په کالو کې نه ځائیده چې تر ملکوتي شعار لاندې یې خپل انساني فطرت پیدا کړ.

امي نبي دارنګه بې بیلګې اوښتون راوست چې اوښتونونه یې وارخطا کړل او د اوښتون ستاینوم یې په ځان پورې پیغور وباله، د رسول الله(ص) اوښتون له هغو سره هیڅ ورته والی نه در لود. دا د یوې عطايي نظريې په بنسټ د ځانګړي نوعیت یو ځانګړی اوښتون و. د بدلون لپاره شرائط نه و برابر دوی پخپل ځانګړي حکمت او تدبیر سره برابر کړل.

په هره برخه کې تر هغې بلې ډیر کړاو و، داسې افرادي ځواک یې چمتو کړ چې هر یو یې د یاد فکر ژوندۍ بیلګه وه او یقیناً به انسانیت بیا دغه رنګه کاري ډله چې په ټولو ستاینو ستایل سوی وي ونه لیدلای سوای.
یاد اوښتون هسې د پولو د لاندې کولو اوښتون نه و، هلته فتحه هغه نه وه چې یو څوک ، کورنۍ او یا قوم دې د نورو د ځان، مال، عزت او ابرو مالک سي او د ځمکې مخ دې د ظلم او ناروا د ترویج لپاره وکاروي او د عیاشۍ او فحاشۍمارکیټونه او نائت کلبونه دې ودان کړي. بلکې دلته فتحې له ځانه سره انسانیت ته د خوشبختۍ پیغام درلود او د یو لوی دیني، اخلاقي، نظریاتي، سیاسي او اقتصادي اوښتون په خوندونو کې یې بسیا کاوه. دا بختور اوښتون چې به هر چېرته هم ورسید هلته به انسان لکه ګل غوړیده او د تکبیر په نارو به یې ځمکه او آسمان خبرول او په ازانګو کې به یې غره هم ځان ورسره ګډاوه.

انسان یې په اخلاقي او عملي لحاظ را برسیره کړ، مطرح یې کړ او هغومره یې وښود لکه چې و، د اوهامو او خرافاتو له مردارو ډنډو یې علمي تحقیق او منل سوي فکرته راوست.

دا اوښتون دومره په خلکو ګران او خپل یې ګاڼه چې ورته په درناوي کې یې خپلې مورنۍ ژبې هیرې او د اوښتون ژبه یې خپله کړه.

دا د هرچا او په هره ساحه کې اوښتون و، انسان او جهان دواړه یې بدل کړل. جنګ چې تر هیڅ ډول قاعدې لاندې نه و، خو دې مبارک اوښتون تر یوې منظمې قاعدې لاندې راوست.

نور جنګ نه لیونی کیده، د هرڅه کولو واک یې له لاسه ووت، د هر ډول وحشیانه او بې رحمانه او غیر انساني کړنو او خوځښتونو یې اصولي او شدید مخالفت وکړ.

د بد امنۍ په ځای یې امن، د فسق په ځای یې تقوی، د ظلم په ځای یې عدل، د ناپوهۍ په ځای یې پوهنه او د دښمنۍ په ځای یې ورورګلوي او یو له بله سره مینې ته راوبلل. ان تردې چې یاد صفتونه یې د خلکو د اخلاقو برخه حساب کړل.

د رنګ، نسل، وطن او ژبې د جلاوالي او شيندلو په خپل لاس جوړ کړي بتان او د جهالت څلي یې یو په بل پسې مات او انسان یې په انساني کورنۍ کې بسیا کړ.

محمد(ص) د فطري اصولو ساتونکی او څارونکی و، د هیچا په رنګ کې ونه رنګید او د یوې تلپاته انساني ټولنې په ویاړ و ویاړلی سو. بیخې رښتیا ده چې هیڅکله هم د زمان او مکان په واک کې پاته نه سو.

هرکله تازه و، بیخي نه ورسره لګیږي او جفا ده چې څوک داسې ووايي چې محمد(ص) یواځې د خپل مهال او دور ښه لار ښود و.

منلی حق یې دادی چې هرڅوک داسې ووايی چې په ټوله انساني نړۍ کې یواځې محمد(ص)د تاریخ معمار ؤ، ده او وي به، له دوی(ص) پرته نور هرڅوک چې هرچا او هرې زمانې د تاریخ د معمار په نامه یاد کړي هغه ټول تاریخ جوړ کړي دي.

انساني تاریخ بل اوښتون نه پیژني او که یې بیا پیژني هغه یواځې د دې امي نبي د خیر او برکت اوښتون دی، چې د ډېرو لږو انساني تلفاتو په بدل کې یې انسانیت د سولې امن او فضیلتونو لورته بوتلو.

رسول الله(ص) د یوه کامل او موخن انسان په بڼه کې خپل ټول مبارک ژوند او په ژوند پورې اړوند هوسونه د انسان د انساني کېدو لپاره وقف کړل او په رښتیا یې هم هغه څه لاس ته را وړل چې آرمان یې و، د امت خبره یې کله هم له یاده  ونه وتله، په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې به یې هم په مبارکه خوله کې ورد و، انسان ته د درناوي لپاره یې د عفوې او بښنې بې شمیره بیلګې پرې ښودې.

د انساني ژوند ټول اړخونه یې په خپلو ویناوو او کړنو کې ودان کړل او اسلام یې د عمل دین وښود.

د کړنو بریالیو، اسانو او هر اړخیزو لایحو یې د کالو کالو ستړی او وحشت وهلی انسان هوسا کړ. د ډیر اسانه، ارزانه او خوشاله ژوند د سوغاتونو ګیډۍ یې انسان ته ډالۍ کړه او په پای کې به داسې ووایو چې تر ځمکې، اسمانونو او ټولو کائناتو غوره هستي او غوره ډالۍ د انسان په نصیب سوه او هغه پخپله محمد(ص)و، د خوښۍ او لوی ویاړ خبره خو لا داده چې د رسول(ص) ټول مبارک ژوند، د ژوند کولو لپاره داسې ژوندی او بې لاسوهنې پاته ده، لکه پرې نازل سوی کتاب قرآنکریم.

په دې کې به خامخا ډیر او نور حکمتونه هم پراته وي، خو کوم چې هر چاته جوت ده هغه د دې حقیقت ځواکمن دلیل دی چې محمد(ص) به د قیامت تر قیامه پورې هغسې لارښود وي لکه چې ده او د ښوونې او روزني مدرسې به یې هم هغسې پرانستې وي.

له خپل ګران امت سره به د وفاء په ژمنه کې پاته نه راځې. د ښایسته او انسان جوړونکي سیرت په زړه غواړې لوستونو کې به یې د ځنډ هیڅ امکان نه وي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx