شعـــــرونه

خبریال ته/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

بیا څه در باندې شوي، خوږه یاره خبریاله
چې تت انځور دې جوړ کړ، زما له ښاره خبریاله

زمونږه د شملو وطن دې ټیټ کړلو غلیم ته
سودا دې په څو وکړه په دې لاره خبریاله

چې بیا دې له پښتون طالب جوړ کړی تروریست دی
دا چا فرمایش درکړ، جګړه ماره خبریاله

چې وژنې مې هم اوښکې تویوې را باندې څه له
چې بیا څه دسیسه لرې مکاره خبریاله

د برکلي جومات چې بمبارشوی وه لیده دې؟
ته ولې پرې خاموش شوې ګنهګاره خبریاله

شهیده مې مورکۍ وه، ماشومان هم لولپه وه
خو تا ټول طالبان کړلو غداره خبریاله

چې څنګه به توپیر کړې ته د نیکو او بدیو
چې څنګه دې زه پوه کړم په کراره خبریاله

رښتيا وایه او لیکه که زما منې جنابه
پر دغه مسیر ځې چې خالقیاره خبریاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx