نظــر

کلتور که خرافات!

عابدالحق صافى

دا چې د نوي لمريز کال لومړۍ ورځ / نوروز راتلونکې ده، غربپالې رسنۍ د رنګا رنګ پيغامونو، هشتګونو او مبارکيو په خپرولو سره غواړي وګړي د دود او دستور په نامه د انحراف پر لور رهي کړي، دا ورځ په رنګا رنګ افراطي مېلو ونمانځي.

دوى نوروز/نيروز د افغانانو لرغونې، کلتوري او تاريخي ورځ ګڼي، په اصل کې دا د افغانانو دود او کلتور نه، بلکه د افغانانو په وياړلي، تاريخي دود او کلتور باندې ملنډې وهل دي، دغه ډله خلک د يادې ورځې په نمانځلو کې ډېر افراط کوي، چې اکثر پکې له دیني اصولو سره بشپړ مخالف عملونه ترسره کېږي. که دا ورځ یوازې په دودیز شکل نمانځل کېداى، نو د سخي جنډه پورته کول، د تکبیر نارې وهل او نور مسایل څه معنی لري؟

په ياده ورځ (نوروز) د کابل په کارته سخي او د مزارشریف ښارونو کې د سخي په نامه جنډه پورته کېږي، چې خلک پکښې په همدې پلمه مېلې نيسي، د فحاشۍ او عياشۍ بنډارونه جوړوي، سره له دې چې دیني علماوو په اتفاقي ډول د دې ورځ نمانځنه حرامه ګڼلې، دا يې د زردشتيانو او بودايانو د عبادت او اختر ورځ ياده کړې ده؛ خو ځينې د دې ورځې نمانځلو ته دیني دلایل تراشي دوى اصلا په دین کې زیاتونه کوي او دا له دین سره لویه جفا بلل کېږي.

راځو دې ته چې نوروز /نيروز څه ته وايي، د دې بنسټ اېښودونکى څوک او ولې يې نمانځل په دين کې حرام بلل شوي دي؟

1:نوروز فارسي کلمه ده چې د ( نوې ورځ ) په مانا ده، دا ورځ د هجرى لمريز کال د حمل د مياشتې لومړنۍ ورځ وي، او په دغه ورځ کال نوى کېږي.

د زردشتيانو په ديني کتاب ( اُوستا ) کې راغلي، چې تر ټولو لومړى دا ورځ د زردشتي دين لاروي “جمشيد” يا “جمشاد ” په نوم پاچا لخوا بنسټ اېښودل شوى او نمانځنه يې شوې ده.

دوى(زردشتيانو) به دا ورځ په جشنونو، او رنګا رنګ مېلو نمانځله، دا د دوى د اختر او عبادت ورځ وه، پدې ورځ به ېي اوه ډوله خواړه هم چمتو کول.

د حنفي فقهې تر ټولو نامتو او معتبر کتاب ردالمختار کې راغلي: وَالنَّيْرُوزُ أَوَّلُ الرَّبِيعِ وَالْمِهْرَجَانُ أَوَّلُ الْخَرِيفِ وَهُمَا يَوْمَانِ يُعَظِّمُهُمَا بَعْضُ الْكَفَرَةِ وَيَتَهَادُوْنَ فِيهِمَا. (ردالمختار، ص 5/481).
ژباړه؛ نوروز د پسرلي لومړۍ ورځ او مهرجان د مني لومړنۍ ورځ ده، دا دواړه داسې ورځې دي چې ځيني کافران يې درناوى او تعظيم کوي، په دې ورځو کې يو بل ته سوغاتونه هديې او ډالۍ ګانې لېږي.

2:ولې د نوروز نمانځنه حرامه ده؟
د نوروز د حراموالي دلايل ډېر دي؛ خو دلته يې د موضوع د اختصار لپاره يو څو دلايل راخلو.

الله ﷻ فرمایي:( وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) [د حشر سورة 19آيات].
ژباړه : د هغو کسانو په څېر مه کېږئ چې الله(ج) یې هېر کړی دى، نو الله پر هغوی د هغوی خپل ځانونه هېر کړل، همدغه خلک فاسقان دي. په حقیقت کی یهودو، نصاراو او مجوسو الله(ج) هېر کړی دی.

همدا راز رسول الله ﷺ فرمایي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» (رواه ابوداؤد). ژباړه: څوک چې له یو قوم سره ورته والى کوي؛ نو دی هم د هغوى له جملې څخه دى.

مشابهت او ورته والى په ډېرو څيزونو کې راځي لکه؛ عادات، عبادات اخترونه او داسې نورې کړنې، زردشتيانو او بودايانو به دا ورځ په مذهبي توګه نمانځله او نمانځي يې، اوس که چېرې يو څوک دا ورځ په مذهبي توګه نمانځي، مېلې او ځانګړي مراسم تياروي؛ نو له دوى سره يې مشابهت راځي او دا ناروا عمل دى نو نوروز نمانځل ځکه حرام دي چې د مجوسيانو او کافرانو سره يې مشابهت راځي.

همدا راز په يو بل حديث شريف کې راغلي دي:
ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي کله چې نبي کریم ﷺ مدینې منورې ته تشریف راوړ، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودلې (یوه د مهرجان او بله د نوروز) چې په هغې کې به یې لوبې کولې. نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل دا د څه شي لوبې تاسوکوئ؟ د مدینې منورې خلکو ورته وویل مونږ به د جاهلیت په دوران کې په دې دوه ورځو کې لوبې کولې. بیا نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل چې الله(ج) تاسو ته د دې دوه ورځو په بدل کې دوه نورې بهترې ورځې درکړي دي، چې یوه يې د لوی اختر او بله د کمکي اختر ورځ ده.

همدارنګه د قاضي خان په فتاوى کې راغلي دي : رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا.
ژباړه: که يو څوک د نوروز په ورځ داسې يو څيز اخلي، چې په نورو ورځو کې يې نه اخلي که يې نيت د دې ورځې د تعظيم او احترام وي لکه څنګه، چې يې کفار کوي نو دا عمل کفر دى.
له پورته دلايلو څخه ښکاري چې د نوروز نمانځل بالکل حرام دي، يو مسلمان ته دا نه ښايي چې هغه دې د کفارو په مېلو کې ګډون وکړي، چکرې دې ووهي، نوې جامې واغوندي او خوښي څرګنده کړي.

پاى
1399 د کب 26مه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx