افغانستان

طالبانو په بهرنیو ځواکونو د «متقابلو» بریدونو په هکله خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): په کندهار کې د طالبانو په مرکزونو د امریکايي عسکرو لخوا د هوايي بریدونو په غبرګون کې طالبانو په بهرنیو ځواکونو د «متقابلو» بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، بهرنیو ځواکونو تیره ورځ د کندهار په درې بېلابېلو ولسوالیو کې ورباندې هوايي بریدونه کړي دي: «د دوحې له تړون څخه د مکررو سرغړونو په دوام، په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ ریګو، د خاکریز ولسوالۍ په تانګړي دره او د ارغستان ولسوالۍ بالاژړۍ سیمو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا په هغو مجاهدینو بمبارونه وشول چې یا په سفر روان وو او یا په خپلو مرکزونو کې اوسیدل. د دغو وحشتونو له امله یو شمیر مجاهدین شهیدان او ټپيان شوي دي.»

طالبانو ددغو بریدونو د غندلو ترڅنګ یاد بریدونه له «دوحې» تړون څخه سرغړونه بللې، چې په خبره یې نه شي کېدلای.

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو خبرداری ورکړی، که هوايي بمبارونو ته دوام ورکړي، دوی به «ورته» ګام پورته کولو ته اړ شي او په خبره یې مسئولیت به یې د امریکايي «اشغالګرو» په غاړه وي.

«اسلامي امارت یوځل بیا په امریکايي جهت غږ کوي، که دا ډول خپل سریو او د تړون خلاف بمبارونوته دوام ورکوي، د اسلامي امارت مجاهدین به هم له خپلو افرادو او ولس څخه د دفاع حق لري او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې به ورته ګام پورته کړي.»

تیرکال د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته دا څویم ځل دی چې امریکايي ځواکونه په طالبانو هوايي بریدونه کوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې طالبان ددغو بریدونو د «متقابل» ځواب په هکله امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Talib Jan Wake Up

Have you forgotten the advice of your parents? — KAGA KHOLA PA SOOK SAMEGGE

pattang

هغه خبره ریښتیا وخته :‌ په دوښمن اعتبار کول لویه سادګي ده ! دفرعون لپاره اخرا موسی په کار دی ! د اشغالګرو لپاره طالب ! الله پاک دې همت ورته ورکړي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x