روغتیا

فرانسه کې د کرونا ویروس نوی نسل رامنځته شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): د فرانسې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دوشنبې په ماښام ددغه هېواد په شمال لویدیځ یوه سیمه کې د کرونا ویروس نوی نسل کشف شوی دی.

یاد وزارت په یوه بیان کې ویلي، په لومړۍ څیړنو کې دا نه ده په ګوته شوې چې دا ویروس د نورو په پرتله ډير خطرناک یا ګړندی دی که نه، دوی زیاتوي چې نوی نسل د لانیون ښار په یوه طبي مرکز کې په وبا کې موندل شوی دی.

د فرانسې روغتیا وزارت وایي چې دا ویروس د لانیون په روغتون کې د فبروري میاشتې په وروستیو کې کشف شوی خو اصلي ستونزې لېدل د معمول معایناتو په جریان کې ستونزمن دي.

دغه وزارت زیاتوي چې د ویروس نوی نسل په ۸ قضیو کې موندل شوی، په داسې حال کې چې د یادو کسانو د PCR ازموینې منفي لېدل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا ویروس یو شمېر نسلونه رامنځته شوي چې ځینې یې ډیر خپریدونکي خو وژونکي نه دي، په دې لړ کې په بریتانیا او افریقا کې د ویروس نوی نسل لسګونه هېوادونو ته رسېدلی او په چټکۍ خپریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

دا دوهمه او دریمه څپه او اوس د کرونا نوی نسل ٗ ټول دروغ او بی بنسټه ادعاوي دې. د اروپا خلک نور د خپل له چارواکو په تنک دې او په تیره د فرانسي خلک ٗ د خپل حکومت نه سخت ناراض دې او که چیری د کرونا خبره نه وې ٗ نو خلک به هره ورځ په ستره پیمانه مظاهری وکړی ٗ تر څو حکومت ړنګ کړې . همدا وجه ده چې کرونا ئې بهانه جوړه کړي ٗ کله وائې دوهم څپه ده او بیا وائې دریمه څپه ده او اوس وائې نوی نسل ده .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x