ورزش

آی سي سي د عربي اماراتو لوبډلې پر دوه لوبغاړو ۸ کاله بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې پر دوه لوبغاړو د ۸ کالونو لپاره له کرکټ څخه بشپړ بندیز لګولی دی.

آی سي سي په یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي، د عربي اماراتو لوبډلې پر پخواني لوبډلمشر محمد نوید او اوپنر توپ وهونکي شیمان انور بټ د اداري فساد مبارزې قوانینو د سرغړونې له کبله د ۸ کلونو لپاره له هر ډول کرکټ په لوبولو بندیز لګېدلی دی.

یاد لوبغاړي په ۲۰۱۹م کال اکتوبر میاشت کې د ۲۰۲۰م کال شل اوریزو نړیوال جام لار موندنې سیالیو په ترڅ کې د لنډې مودې لپاره ځنډول شوي وو، چې د دوی د بندیز نفاذ به هم له همغې نیټې څخه کیږي.

پر یادو لوبغاړو تور دی چې د ۲۰۱۹م کال لار موندنې (کوالیفایر) سیالیو پرمهال د لوبې پر پایلو د ناوړه چلند د اغیز هڅه کړې وه، او د فاسدو عناصرو له لوري ورسره اړیکې نېول شوي چې د اداري فساد مبارزې څانګې ته یې په دې اړه خبر نه دی ورکړی.

دغه راز محمد نوید د لس اوریزو سیالیو پرمهال د عربي اماراتو کرکټ بورډ له لوري د ادارې فساد څخه د قوانینو په سرغړونې هم تورن شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا عمومي منیجر الیکس مارشل ویلي چې محمد نوید او شیمان انور د عربي اماراتو د لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي دي او په لوړه کچه کرکټ کې استازیتوب کوي.

نوموړی زیاتوي چې محمد نوید د یادې لوبډلې مشر او زیاتې ویکټې اخیستونکی دی، په داسې حال کې چې شیمان انور د اوږد نړیوال کیریئر ترڅنګ اوپنر توپ وهونکی هم دی، او ددوی سره د لوبې فکسرانو سره د تماس خطر موجود و چې دواړه په فاسدو فعالیتونو کې دخیل وو.

الیکس مارشال وویل، «زه ډاډه یم چې خپلواکې محکمې په دوی باندې د کرکټ د ټولو ډولونو اغیزمن بندیز لګولی، او دا د ټولو هغو لوبغاړو لپاره یو اخطار دی چې د ګمراه کېدو او په ناسمې لارې د تلو اراده لري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x