افغانستانسولې اړوند خبرونه

بایډن: بهرني پوځیان به په افغانستان کې تر ډېره پاتې نه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن»  وايي، د دوحې تړون په اساس  ټاکل شوې  نېټې سره سم د ټولو ځواکونو ایستل به ستونزمن وي؛ خو د ټولو عسکرو ایستل به ډېر وخت ونه غواړي او بهرني پوځونه به د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې نه شي.

بایډن د امریکا له «اي بي سي» تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې  ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر «ټرمپ» په مهال له طالبانو سره لاسلیک شوي تړون ښه پایله نه ده ورکړې  او اوس د حکومت دننه او د امریکا له متحدینو سره سلا مشورې  روانې دي، چې «د عسکرو د ایستلو په تړاو» به ژر پرېکړه وشي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د دوحې له توافق سره سم له افغانستانه د ټولو عسکرو ایستل به ستونزمن وي؛ خو د ټولو عسکرو راوتل به ډېر وخت ونه غواړي.

بایډن ددې پوښتنې په جواب کې چې بهرني عسکر به تر څومره مودې په افغانستان کې پاتې شي وویل، چې «زه فکر نه کوم چې تر ډېرې مودې به پاتې شي، د می میاشتې تر لومړیو ښایي عسکر وایستل شي؛ خو دا ستونزمنه ده.»

د بایډن په خبره، د ټرمپ له دورې دده تر ولسمشرۍ پورې د واک د انتقال په پروسه کې د ورو والي له امله وخت ضایع شوی او اجماع له منځه تللې ده.

د بایډن پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس بهرني ځواکونه په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري او ټول باید د می میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

ورته مهال ناټو وايي، د خپلو پوځیانو د ایستلو په  تړاو راتلونکې اوونۍ سلا مشورې پیلوې او په اساس یې پرېکړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Do not say SHAF SHAF say SHAFTALOO

Talib Jan wake Up, they do not say SHAFTALOO – SHAF SHAF only. Make sure you do not skid away.

الحاج استاذ بیانزی

د امریکا عسکر ووځی نه ، به ویستل کیږی، افغان مجاهد ولس د دوستانو سره د دوستی او دشمنانو سره د دشمنۍ په ژبه ښه پوهیږی امریکا باید د شلو کلو جنګ په اوږدو کی په دی ښه پوه شوی وی. که نه وی پوه شوی له پرونو روسانو او بل پرونو انګریزانو دی پوښتنه وکړی. امریکایان په یوه اونۍ یا ډیر تر ډیره یوه میاشت کی د څو لکو فوځیانو، بلیک واتر، استخباراتو او یو څو افغانی فاحشو سره راغلی وی اوس چه نهه لس زره فوځ لری او ممکن لس شل زره قراردادیان، بلیک واتر او څو زره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx