ورزش

افغان لوبډلې زمبابوې ته لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې په هر اړخیزه کارکردګۍ ترسره کولو سره د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لوبه کې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپ وهونې بلنه ورکړه، افغان اوپنر توپ وهونکو په زړه پورې پېل وکړ او د لومړۍ ویکټې ۸۰ منډې ملګرتیا یې وکړه، ددوی له لوري کریم جنت ۲۶ او رحمان الله ګربز په زړه پورې توپ وهنې سره ۸۷ منډې وکړې.

اصغر افغان هم زیاتې منډې وکړې او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه، چې په مرسته یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو زمبابوې ته د ۱۹۹ منډو هدف وټاکل شو.

زمبابوې د هدف په تعقیب کې ښه پېل وکړ خو په زیاتو منډو جوړولو کې ناکام شول او د راشد خان توپ اچونې پرمخ ناکام ثابت شول، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۰ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د افغان لوبغاړو له لوري راشد خان ۳، فرید احمد او کریم جنت ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

رحمان الله ګربز د لومړۍ شل اوریزې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته په ۴۵ توپونو ۸۷ منډې وکړې.

باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو سیریز یو-یو مساوي شوی او د شل اوریزو دوهمه لوبه به د مارچ په ۱۹مه نېټه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx