افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان د سولې پروسې لپاره ځانګړی استازی وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د افغان سولې پروسې د لا چټکتیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي؛ ملګرو ملتونو فرانسوی ډیپلوماټ «جین ارنالټ» د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ارنالټ نن د ملګرو ملتونو د عمومي منشي‌ «ګویترش» له لوري وګمارل شو او‌ نوموړي‌ ته سپارښتنه وشوه، چې د افغانستان د کړکېچ په حلولو او د یوه سیاسي‌ جوړجاړي‌ په تامینولو کې رول ولوبوي‌ او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ماموریت «یوناما» او نورو سیمه ییزو لوبغاړو سره ګډ کار وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې ارنالټ د کړکېچونو په حلولو، منځګړیتوب او د سیاسي جوړجاړي‌ په تامین کې ځانګړې دېرش کلنه تجربه لري او په افریقا او اروپا کې یې په همدې برخه کې کار کړی دی.

ملګري ملتونه داسې مهال د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی ګماري، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سولې د تامین هڅې چټکې کړې دي‌ او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې په دې برخه کې بارز رول ولوبوي.

داسې تمې شته، چې د راتلونکې میلادي‌ میاشتې په لومړیو کې به په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د سیمې د هیوادونو او د کابل حکومت او طالبانو ګډه ناسته رابلل کېږي، چې د افغان سولې پروسې به اړه به بحثونه کوي‌ او سرپرستي به یې د ملګرو ملتونو په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx