نړۍ

پاکستان تحریک انصاف ګوند نن دلاهور په ښار کی تاریخي غونډه وکړه

نن ټکی اسیا: دپاکستان تحریک انصاف له لوري څخه نن دپاکستان دلاهور په ښار کی یوه لویه او تاریخی غونډه وشوه، دغه غونډه چی داوسنی حکومت دسیاست او دحکومت له لوري په هیواد کی دبی دریغه درغلیو په خلاف رابلل شوی وه دتحریک انصاف دنورو مشرانو په شمول ددغه ګوند مشر او دپاکستان دکرکیټ ټیم پخواني کیپتان ښاغلی عمران خان هم دغونډی برخوالو ته خبري وکړي.

ښاغلي عمران خان دپاکستان په سیاست کی دوتلو ګوندونو پرمشرانو اصیف علي زرداري او نوازشریف باندی غږ وکړ، چی نورباید دغه  دواړي ډلي په دی پوه شي چی اولسي سیلاب نه بلکه سونامی را روانه دی، یاخو دي دغه دواړي ډلي دغه سیلاب ته مخه ورکوي اویا به یی سیلاب په مخه اخلي.

عمران خان وویل دغه هیواد کی هرڅه موجود دی، خو د درغلیو او خاینانو له لاسه هرڅه وران شوی دي، نوموړي زیاته کړه دغه هیواد  دبرییښنا دجوړولو دومره صلاحیت لری چی مونږ ونوري نړی ته بریښنا ورکولی شو، خو نن مونږ وینو چی زمونږدبزګرانو وروڼو ډیري باغونو دبریښنا دنه موجودیت له کبله وچ شوو، خلګ د اتلسو اتلسو ساعتونولپاره بریښنا نه لري، ټیوب ویلو نه او ژوري څاګانی یی بندي دي داوبو ماشینان یی بند ولاړ وي.

نوموړي زیاته کړه ددي هیواد اوسنیو حکمرانانو دغلامی ځنځیرونه غاړو ته اچولي دي، دامریکایانو غلامی یی شروع کړی ده هیواد یی ترپورونو لاندی لاندی کړی دي، ددي ملت تش په نامه مشرانو دفقرلپاره نړیوالو ته  خولي وازي کړی دي،عمران خان زیاته کړه دکوم هیواد چی حکمران فقر کوی دهغه هیواد دوګړو به نړیوال څه قدر وکړي، نوموړی دپاکستان اوسنی صدر او دپاکستان دخلګو دګوند مشرته په اشاره کولو سره وویل، چیری ذوالفقار علی بوټو چیري زرداری، ذوالفقار خوددغه هیواد خلګو ته کور،کالی او ډوډي ورکوله خو دزرداري دحکومت په وخت  کي ۱۶۰۰۰ زره کسانو له لوږه څخه ځان وژنه وکړه، ذوالفقار خو دسرمایه دارانه نظام مخالف وو، داخو خپله دپاکستان لوی سرمایه داره ځان جوړکړی ده، ددغه حکومت مشرانو خو دپاکستان سرمایه دباندی پوټه کړی ده، دسویس په بانګونو کی دپاکستان ۱۰۰ ملیارډه ډالر پراته دي.

عمران خان وویل زه به داسي پاکستان جوړم چی بیا به دشنه پاسپورټ قدر هرځای او هرڅوک کوي. همدارنګه خان دګوند پرملګرو غږوکړ بدلون را روان نه بلکه راغلی دی، تاسو دی خبریاست، نوموړي وویل دلاهور خلګ سست شوی دی ډیر ناوخته راویښیږي خو چي راویښ شي بیا یی څوک مخه نه شي نیولاي، او زه چی نن دغه غونډه وینم داسي مالومیږي لکه لاهوریان چی یوځل بیا راویښ شوی یی.

په اخیر کی عمران خان له امریکایانو سره دښو اړیکو غوښتنه وکړه، عمران وویل له ټولي نړی سره ښي اړیکي غواړو خو له امریکایانو سره هم ښه تعلقات غواړو لیکن غلامی یی نشو کولای، نوموړي پردي ټیکي باندی ټینګار وکړ، چی که کله هم هیواد کی واک ته ورسیدي دچین له هیواد سره به دوه اړخیزه اړیکو ته ډیره پاملرنه وکړي او له دغه هیواد سره په ګډه به یو طاقتور پاکستان جوړ کړی، نومړی داهم وویل چی نن ماښام دچین هیواد په رسمي سفر باندی روان دي او ددغه هیواد له لوري ورته رسمی بلنه ورکول شوی ده عمران خان اوسني حکومت ته ترشپږو میاشتو پوري وخت ورکړ چی ترشپږو میاشتو پوري دغه حکومت باید دحکومت دکابیني دټولو غړو شتمني مالومي کړی چی اوسني وزیران او نور لوړ رتبه چارواکي څومره شتمني لري اوله کومه څخه یی ترلاسه کړی ده.

نوموړي وویل کچیري حکومت ترشپږو میاشتو پوري دحکومتي لوړ رتبه چارواکو شتمني څرګنده نه کړي دوي به له حکومت څخه سرغړونه اعلان کړی او دهیواد ټول ښارونه به بندی کړي.

عمران خان دخپلو خبرو پر وخت دلږکیو دحقوقو دساتلو او دي هیواد کی هغو ته پوره حق وکولو باندی پوره ټینګار وکړ، نوموړي زیاته کړه دقاید اعظم محمد علي جناح په پاکستان کي ټولي ډلي یوشانتي حقوق لري هغه که عیسوی وي، هندو، سیک وي او مسلمان وي، عمران زیاته کړه مونږ یو پاکستانیان یو او دیوه پاکستان لپار به کارکوو.

شنونکي وایی داچی عمران خان او دګوند نورو مشرانو یی وار وار په هیواد کی دلږکیو دحقوقو خبره کوله، او و غونډی ته یی ډیری سندرغاړی هم راغلی وو، دمشرانو دخبرو په منځ کی به کله کله سندرغاړو سندري هم ویلي، او غونډي کي د ماښام د لمانځه وخت راغلی، عمران خان دډمانو ومخته لمونځ اداکړ.

یوه دپام وړ خبره چی باید اشاره ورته وشي هغه داده چی دعمران خان دغونډی برخه وال له هغه څخه ډیر زیات وو لکه څرنګه چی یی خلګو توقع کوله او بل داچی دغونډی برخه وال یی اکثره نوي ځوانان وو او دا څرګنده خبره ده هر هغه غورځنګ چی هغه دځوانانو له لوري په مخ بول کیږی او دځوانانو ملګرتیا له ځانه سره لري هغه به دبریا په لور روان وي

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x