افغانستان

کابل کې چاودنې څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار‌ په اوولسمه امنیتي‌ حوزه کې پر یوه کاسټر موټر د چاودنې له امله څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کابل امنیه قومنداني‌ وایي، نن سهار اووه نیمي بجې شاوخوا د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند «خیرخانه کوتل» سیمه کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي‌ او یوولس نور ټپیان دي.

ویل کېږي، یاد کاسټر موټر د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت کارکوونکي لېږدول.

ورته مهال یو شمېر خبري سرچینې بیا وایي، د سهارنۍ چاودنې له امله وژل شویو او ژوبلو کسانو شمېر تر شلو پورې رسېږي.

که څه هم تر دې دمه کوم لوري‌ د چاودنې مسئولیت نه دی منلی؛ خو دا په روانه اوونۍ کې دوهمه چاودنه ده چې د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت د کارمندانو پر لیږدوونکو موټرونو کېږي.

د تېرې دوشنې په ورځ هم په کابل ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي‌ موټر چاودنه شوې وه چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي‌ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx