افغانستان

میدان وردګو کې د کمانډو عسکرو چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دکمانډو عسکرو د چورلکې نسکورېدو له امله د پیلوټانو په شمول ۹ تنه کمانډو عسکر وژل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه ۱۲ بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چورلکه په سیمه کې د نامسئولو وسله والو قومندان عليپور د کسانو لخوا ویشتل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په وژل شوو کسانو کې د ۷۷۷ ځانګړې قطعې پیلوټ کریم رحیمي په ګډون ۴ پيلوټان او د ۳۳۳ ځانګړې قطعې د قومندان په ګډون ۵ کمانډو عسکر شامل دي.

په ورته مهال یوې بلې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه د ځانګړو ځواکونو یوه الوتکه د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ ته د یو ټپي د انتقال لپاره تللې وه، چې د ناستې پرمهال د علیپور کسانو د هاوان تر برید لاندې نیولې ده.

د سرچینې په خبره په دغه برید کې الوتکه له قسما زیانمنېدو سربیره هم د الوت هڅه کوي؛ خو په هوا کې سقوط کوي او سپرلۍ یې وژل کیږي.

دفاع وزارت هم تایید کړې چې په میدان وردګو ولایت کې یوې ایم آی ۱۷ ډوله چورلکې سقوط کړی او د څلورو پیلوټانو په ګډون ۹ عسکر په کې وژل شوي دي.

یاد وزارت ددې پېښې په هکله د څیړنو پیلولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx