ټولنیزه برخه

زرپارې«اوولسمه برخه»

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمدګل ريان

د اسلامي حکومتونو عوائد:
محمد بن عبدوس رحمه الله ليکلي چې هغه وخت چې د مسلمانانو پلازمېنه بغداد و، يوازې د دمشق له يو ښار څخه د بيت المال عوائد څلور لکه او شل زره دينار وو او مدائني وايي چې د معاويه رضی الله عنه د زمانې په حکومت کې يوازې د دمشق له عوائدو څخه د پوځ او واليانو معاشات، د فقهاؤو، مؤذنينو او قاضيانو مياشتني مصارف او نور ضروري مصارف کېدل او څلور لکه ديناره بيت المال ته پاتې کېدې. (تهذيب ابن عساکر ج: ۱ ص: ۵۴، روضة الشام ۱۳۲۹ هـ ق)

د لويانو خطاء
امام کسائي رحمه الله د علم النحو او قراءت مشهور عالم دی، په دواړو علومو کې لوړه او معروفه مرتبه لري.

نوموړی وايي چې يو وخت مې په لمانځه کې د هارون رشيد امامت وکړ، چې تلاوت مې پيل کړ، خپل قرائت مې ډېر خوښ شو، قرائت مې کاوه او لږ وخت وروسته رانه داسې غلطي وشوه چې له ماشوم څخه به هم نه وي شوې.
ما (لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُوْنَ) ويل، خو له خولې مې (لَعَلَّهُمْ يَرْجِعِيْنَ) ووتل. په خدای! هارون رشيد هم د دې خبرې کولو جرئت ونکړ چې دا ځای دې غلط ولوست، بلکې له سلام اړولو وروسته يې رانه وپوښتل چې:
دا کوم لغت دی؟
ځواب مې ورکړ: امير صاحب! کله نا کله ورو او سوکه تلونکی آس هم نوک وهي.
هارون رشيد راته کړل: چې داسې ده؛ نو سمه ده.
(الذهبي: معرفة القراء الکبار علی الطبقات والأعصار ج: ۱ ص: ۱۰۳، دارالکتب الحديثية، مصر ۱۹۶۹ ميلادي)

د عيب لټولو نتېجه:
امام ذهبي رحمه الله نقل کړی چې امام کسايي او امام يزيدي رحمهم الله له هارون رشيد سره ناست و، دواړه د علم القراءت استادان دي.
کله چې د لمانځه وخت شو نو امام کسايي رحمه الله مخکې شو، په قرئت کې يې (قُلْ يَاَيُّهَا الْکَفِرُوْنَ) يې پيل کړ او د سورت په منځ کې غلط شو.
چې له لمانځه فارغ شول، امام يزيدي رحمه الله وويل: د عبرت ځای دی چې د کوفې قاري په (قُلْ يَاَيُّهَا الْکَفِرُوْنَ) کې بند شو.
خبره وه، ياده شوه او تېره شوه. بيا يوه ورځ امام يزيدي رحمه الله امامت ته مخکې شو او په سورة الفاتحه (الحمدلله) کې غلط شو، له سلام وروسته يې د خپلې غلطۍ احساس وکړ او دا شعر يې وويلو:
احفظ لسانک لا تقول فتبتلی
ان البلاء مؤکل بالمنطق
(الذهبي: معرفة القراء الکبار ج: ۱ ص: ۱۰۴)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx