افغانستان

په کابل کې د صلاح الدین رباني او عطا نور د پلویانو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار هوايي ډګر ته څېرمه د عطاء محمد نور په پلوۍ د جمعیت ګوند د کنګرې غونډه باندې وسله وال برید شوی او همدا راز د عطاء نور کور هم محاصره دی.

له صلاح الدین رباني څخه د جمعیت جلا شوې ډلې ویاند مرتضی جلالي هم تایید کړې، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه استقلال هوټل کې د جمعیت ګوند د کنګرې په غونډې وسله وال برید شوی دی.

جلالي زیاتوي، د برید پرمهال په هوټل کې د جمعیت ګوند یو شمېر مشران هم موجود وو؛ خو د تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.

د جلالي په خبره په سیمه کې اوس هم نښته روانه ده.

د کابل ښار پولیسو تراوسه ددې پېښې په هکله رسما څه نه دي ویلي؛ خو د جمعیت اسلامي «رباني» او «شاداب» ډلو ویاندویان د ټولنیزو رسینو له لارې ددې جګړې تازه حال ورکولو سره یو پر بل د ملامتۍ اچولو لپاره تبلیغات کوي.

له بل پلوه په استقلال هوټل د برید سره همهاله د صلاح الدین رباني او امان الله ګذر پلویانو په کابل ښار کې د عطاء محمد نور کور محاصره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د شورای نظار د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هم د عطاء محمد نور لخوا د جمعیت ګوند د کنګرې د رابللو سره مخالفت څرګند کړی ؤ.

باید وویل شي چې له تیر یو کال راهیسې د جمعیت اسلامي د کنګرې په نوم ګوند چې عنایت الله شاداب یې مشري او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور، یونس قانوني او یو شمېر نور د جمعیت د رهبرۍ شورا غړي یې ملاتړ کوي، صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له رهبرۍ څخه لرې کړی دی.

له بل پلوه د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني بیا خپل ځان د ګوند قانوني مشر بولي او دده پر وړاندې راپاریدلي د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړي «خاینان» بولي.

اوس تازه د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ویاند عبدالفتاح احمدزي رسنیو ته ویلي، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د «بیلتونپالو» لخوا یو پروګرام جوړ شوی او ددوی استازي په کې ګډون نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx