دیني، سیرت او تاریخ

د” لاحول و لاقوة الا بالله ” قوت او برکت

عبدالرحمن محمود

حضرت عوف بن مالک أشجعي رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی أو ورته ويي ويل چې يارسول الله صلی الله علیه وسلم زما زوی تا سره غزا ته تللی و خو تر أوسه ندی راغلی څه وکړم؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ياعوف أکثر أنت و زوجک من قول لاحول ولاقوة الابالله· ته أو خپل ميرمن دا جمله ډيره واياست، لاحول ولاقوة الابالله.

حضرت عوف رضی الله عنه خپل کور ته راغی میرمنې يې ورته وويل چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم څه درکړه أو څه يې درته وويل:

دۀ ورته وويل: هغه ما و تا دواړو ته دا وصيت وکړ چې لاحول ولاقوة الا بالله ډيره واياست.

ميرمنې يې ورته وويل: لقد صدق رسول الله صلی الله عليه وسلم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتونی ارشاد درته فرمايلی، بيا سره کښيناسته أو د الله جل جلاله ذکر يې په جمله د لاحول ولاقوة الابالله کي کاوه تر څو شپه سوه أو ناوخته شو، دوی په همدغه حالت کې وه چې د کور دروازه ور و ټکول شوه، کله چې عوف رضي الله عنه د دروازې و خوا ته ورغی چې ګوري هغه ورک زوی يې و دروازې ته ولاړ دی أو ډير پسونه هم ورسره دي چې له کفارو څخه يې غنيمت کړي دي، پلار يې ورته وويل چي زويه دا څه دي؟
قصه راته وکه، زوی يې ورته وويل چې کفارو و نيولم ولچک او زولنې يې را واچولې أو راباندې ټینګې يې کړلې، کله چې شپه سوه قصد د تيښتې مي وکړ مګر په وس مې نه وه پوره ځکه چې زولنې ډيرې تنګې او ټينګې تړل شوې وې، مګر نا څاپه مې احساس د زولنو د پراخيدو وکړ او ورو ورو پراخه کېدلې تر څو چې خپل لاسونه او پښې مې له زولنو څخه وايستلې را روان سوم او دغه د کفارو پسونه مې هم راوستل.

حضرت عوف رضی الله عنه ورته وويل: ای زویه! له کوم ځايه چې ته را روان شوی يې بيا تر دې ځايه پورې ډېره اوږده مسافه او لاره ده، تا څنګه وکولای شول چې په يوه شپه کې دا اوږده لاره پرې کړي؟

زوی يې ورته وويل ای پلاره! په الله جل جلاله قسم کوم څنګه چې له زولنو څخه خلاص سوم داسې احساس مې کاوه لکه ملائيکو چې په خپلو وزَرُو کې اخيستی يم.

کله چې سهار شو حضرت عوف رضي الله عنه اراده وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر کړي، مګر مخکې له دې چې حضرت عوف رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل:
أبشر يا عوف ، فقد أنزل الله في شأنك قرآنًا: (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا).

ای عوفه زيری قبول کړه! الله رب العزت ستا په هکله دا اياتونه را نازل کړل، څوک چې د الله جل جلاله  څخه ووېريږي الله جل جلاله  به ورته د خلاصون لاره پيدا کړي او له هغه جهته به رزق ورته مقرر کړي چي دۀ يې تصور نه کاوه او کوم څوک چې پر الله جل جلاله  توکل وکړي هغه يې بس ده، په تحقيق سره الله جل جلاله د خپل أمر تام کونکی ده او هغه د هر څه لپاره خپل اندازه مقرره کړې ده).

ويل کيږي چي “لاحول ولاقوة الابالله ” د ۹۹ أمراضو لپاره دواء ده چې تر ټولو کوچنی مرض يې پريشاني ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx