د امت لويان

عمر بن عبد العزيز ټول منلی شخصیت او د تقوی نمونه

لیکوال – حامد افغان: په اسلام کې عمر بن عبد العزيز بن مروان رحمه الله (101/61هـ) دومره لوړ مقام لري چې د امت لویو علماو هغه پنځم راشد خليفه بللی دی، دې لوړ مقام ته هغه د خلافت په نسبةً کمه موده کې رسیدلی و ځکه د هغه د خلافت دوره په دقیقه توګه دوه کاله او پنځه میاشتې وه.

په اموي خلفاو کې دی یواځنی خليفه و چې له ده وروسته عباسي خلفاو هم منلی و آن تر دې پوري چې اهل تشيع هم ده ته د احترام په نظر ګوري، او له مسلمانانو پرته کفار هم ده ته احترام لري د محمد بن معبد په نوم یو راوي وایې چې زه د روم پاچا ته ورغلم هغه ډیر غمژن و او په ځمکه ناست و ما چې پوښتنه ورنه وکړه هغه راته وویل: ته خبر نه یې څومره ستره پيښه رامنځته شوې ده؟ ما ورته وویل: څه پيښه رامنځته شوې ده؟ هغه راته وویل: یو صالح انسان وفات شوی دی، ماورته وویل: دا صالح انسان څوک دی؟ د روم پاچا راته وویل: عمر بن عبد العزيز وفات شوی دی! زه فکر کوم که له عیسي عليه السلام وروسته داسي څوک وي چې هغه مړي راژوندي کولی شي نو هغه به عمر بن عبدالعزیز و.

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د وفات په شپو کې یو عيسايي راهب چا په ژړا وليدی پوښتنه ورنه وشوه چې ولې ژاړې؟ هغه ورته وویل: ځکه ژاړم چې د ځمکې پر مخ یو نور و اوس به هغه نور نه وي.

د عمر بن العزيز له وفات وروسته یو چا د ده له میرمنې فاطمه بنت عبدالملک رحمها الله نه پوښتنه وکړه چې د ده کوم خاص خوی او عادت راته وښيه هغې ورته وویل: په خدای قسم عمر په لمانځه او روژه کې ستاسو نه زیات نه و خو په الله قسم چې ما د هغه په څیر له الله ویریدونکی انسان ندی لیدلی.

د تقوی یو دوه بیلګې یې درته را اخلم یوه ورځ د ماخستن له لمانځه وروسته کورته راغی په کور کې یې خپلو کوچنیو لوڼو ته سلام وکړ هغوی د عادت په خلاف د ده خواته ورنغلې بلکي له ده ازادې شوې او خولې یې پټې کړې پوښتنه یې وکړه چې دوی ولې خولې پټې او له ما لیري شوې، ورته وویل شو چې نن د ماخستن په ډوډۍ بل شی نه و دال او پیاز یې خوړلي دي له تا ځکه لیري شوې چې تاته یې له خولو نه د پیاز بوی درنشي، په دې سره دی په ژړا شو او خپلو لوڼو ته یې وویل: يا بناتي، ما ينفعُكُنَّ أن تَعِشْنَ الألوان والأطايب، ثم يُذهَبُ بأبيكُنَّ إلى النار. ای زما لوڼو ستاسو له پاره ګټه نده که تاسو ډول ډول ښه خوراکونه وخورئ او بیا مو پلار اور ته ولاړ شي.

د ده نږدې ملګری او مخلص وزیر رجاء بن حیوه رحمه الله وایې: کله چې عمر د مدینې والي و ماته یې وویل له بازاره یوه جوړه جامي راته راوړه ما په بازار کې په پنځه سوه درهمه جامې واخیستلي چې ده ته مي راوړې ده وکتلي او ویې ویل: ښې جامې دي خو ارزانه او کم ارزښته دي، رجاء وایې کله چې دی خلیفه شو راته ویې ویل یو جوړ جامې راته راوړه له بازاره مي په پنځه درهمه یو جوړ جامې ورته راوړې چې ده وکتلې راته ویې ویل: ښې جامې دي خو چې ګرانه نه وی!! .

رجاء بن حیوه رحمه الله وایې: ماچې د ده دا خبره واوریدله ومي ژړل ده راته وویل: ولي ژاړې؟ ما ورته وویل: څو کاله مخکي مي ستا جامې او د هغو په اړه ستاخبره رایاده شوه چې هلته دي د پنځو سوو درهمو جامه ارزانه بلله او اوس د پنځو درهمو جامه ګرانه بولې! . عمر د دې بدلون راز رجاء ته داسي بیان کړ: ای رجاء! زه د نه مړیدونکي نفس خاوند یم کله چې یو شی ترلاسه کړم له هغه ښه او غوره شي ته مي زړه وشي، زما د تره لور فاطمي سره مي واده زړه غوښت هغه مي ترلاسه کړه بیا مي امارت ته زړه وشو هغه مي هم ترلاسه کړ له هغه وروسته مي خلافت ترلاسه کړ او د خلافت له ستر مقام ترلاسه کولو وروسته مي اوس جنت ته زړه کیږي غواړم جنت ترلاسه کړم. الله دي ورنه راضي شي او د فردوس جنت دي نصيب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x