
ډاکټر فاروق اعظم – لندن
امریکا د ملګرو ملتونو مؤسسې څخه غوښتي چې د سیمې د شپږو هیوادونو په مرسته تلاش وکړي چې د افغانستان د قضیې لپاره عاجل یو سیاسي حل پیدا کړي او په دې باره کې راتلونکې غونډه ژر په ترکیه کې وسي.
شپږ هیوادونه، هند، پاکستان، ایران، ترکیه، روسیه او چین دي چې د امریکا په شمول به د افغانانو (دولت او طالبانو) سره خبرې کوي او په ګډه به یو حل راباسي.
دلته څو خبرې د غور دي:
په دوحه کې امریکایان له طالبانو سره یونیم کال په خبرو لګیا وه چې بالآخره یوې نتیجې ته ورسیدل او په ۲۹ فبروري ۲۰۲۰م کې دواړو د سولې تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون ته پراخ نړیوال حیثیت ورکول سو، تر دې چې د لاسلیک په وخت کې د نړۍ د ډیرو هیوادونو خارجه وزیران او نمایندګاه ناست وه.
ياد تړون د ملګرو ملتونو د مؤسسې د امنیت شوری لخوا هم تائید سو چې نړیوال حیثیت او ضمانت یې پیدا کړ. د افغانستان حکومت هم دغه تړون ومانه.
د دوحې تړون د ټولو کمزوریو سره څو ګټې درلودې:
(۱) تړون داسې جوړ سو چې درې سره اړخونو (امریکا، طالبان، افغان حکومت) د تاوان په نسبت ګټه ډیره پکې کړیده.
(۲) د امریکا او طالبانو د خبرو په جریان کې زموږ ګاونډیانو حضور نه درلود، دا یو غنیمت فرصت وو چې دواړو خواوو آزاد خپل د زړه خبرې یو او بل ته د غمازانو له حضور پرته کولای سوې، له دغسی مهمو خبرو د ګاونډیانو منع کول يوازې د امریکا په وس وو.
(۳) په دوحه کې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې د امریکا په ملاتړ او منځګړیتوب کیدې.
دلته بیا ګاونډیانو حضور نه درلود چې د امریکا او افغانانو لپاره یو ښه فرصت و، خو له دې فرصته سمه ګټه وانخیستل سوه. د افغانانو په دواړو خواوو کې دا تومنه نه وه چې له فرصته پوره ګټه واخلي.
یو کال په مختلفو بهانو وخت ضائع سو او پړه یې امریکا پر دواړو افغاني اړخونو واچوله.
دلته امریکا هم چې هرڅه یې په کنټرول کې وه، هغه کردار اداء نکړ کوم چې ورته په کار و او لوی علت یې دا و چې په امریکا کې اداره بدله سوه.
ډونالډ ترمپ غوښته چې په افغانستان کې د امریکا اوږد او بایلونکی جنګ ختم کړي او په امریکا کې دننه یې د هر هغه چا په زغرده مخالفت وکړ چې ددغه جنګ دوام یې غوښت.
خو په امریکا کې جنګ غوښتونکي او د بایډن حکومت په افغانستان کې په ټیټه سطحه د جنګ دوام غواړي. دوی دلته د جنګي ماشین په شکل خپل استخباراتي حضور او له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د سرخوږي ضرورت لري.
دغه سبب دی چې د بایډن حکومت د دوحې لار چې مکمل د امریکا په کنټرول کې وه پریښوده او بیرته یې د ۲۰۰۱م د بن د کنفرانس په شان موضوع د افغانستان ګاونډیانو ته محول کړه چې هغوی امریکا ته ووایي چې ژر مه وزه او دا هغه څه دي چې امریکا او افغان حکومت یې غواړي.
امریکا اوس زموږ ګاونډیانو ته وایي چې افغانستان ته په ۲۰۰۱م کې ستاسې په همکارۍ راغلم او چې وځم هم ستاسې په مشوره وزم.
په دې ډول امریکا زموږ سرنوشت بیا زموږ ګاونډیانو ته په لاس ورکوي چې په اعتماد کې یې واخلي او خپل نوی پلان مخته بوځي.
پخوا به افغان دولت او ځینو سیاسیونو ویل چې د امریکا حضور ددې لپاره غواړو چې د ګاونډیانو له مداخلې مو وساتي؛ خو دادی امریکا د سولې پرمختللې پروسه چې تر ډیره په قطر کې د افغاني دوو ډلو په لاس کې وه؛ پریښوده او ګاونډیانو ته یې په لاس ورکړه.
اوس ښایي هیڅ یو وطندوست افغان ونه ویلای سي چې په افغانستان کې د امریکا حضور زموږ په ګټه دی؛ خو ګاونډیان ډیر خوښ دي چې امریکا زموږ سرنوشت دوی ته په لاس ورکوي.
څرنګه چې له یوې خوا زموږ ګاونډیان په سیمه کې متضادې ګټې لري او د افغانستان په مورد کې خپلې ګټې نسي همږغي کولای او له بلې خوا جنګ ډیر اوږد سو، نو مجبور دي چې اوس یو مؤقت حل ولټوي؛ خو تر کنټرول لاندې جنګ به ادامه پیدا کړي چې د افغانانو په ګټه نه دی.
د افغانستان په باره کې د بن په ډول کنفرانس که هغه په ترکیه کې وي او یا بل ځای، تر پخوا ډیر ناکام دی.
په بن ۲۰۰۱م کې څو ګروپه افغانان شامل وه چې ټولو پخپل منځ کې تفاهم درلود؛ هلته مخالف څوک نه وو. خو اوس به د ښمنان (افغان حکومت او طالبان) سره کښیني. دوهم داچې هغه وخت امریکا په ډیر شوق او قوت افغانستان ته راغله او ټوله دنیا یې د ځان ملګرې کړې وه، خو اوس مات زړه له افغانستانه وځي. چې دا ټول عوامل راتلونکي کنفرانس مطلوبې کامیابۍ ته نه پریږدي.
د ملګرو ملتونو موسسه یو اداره ده چې لوی طاقتونه خپل اهداف د هغې تر پردې لاندې مخته بیایي. په تیر شل کاله کې دغه مؤسسه په افغانستان کې د امریکا د سیاست پیرو وه، اوس امریکا د افغانستان موضوع د ملل متحد ډنډ ته واچوله چې د سیمې او نړۍ هر کوچنی او غټ طاقت به خپل د وس سره سم ماهیان پکې نیسي.
هنداو پاکستان، ترکیه او ایران، روس او امریکا، هند و چین و امریکا به څنګه په افغانستان کې خپلې ګټي داسې همږغي کړي چې د افغانانو په ګټه وي؟
په افغانستان کې د امریکا حضور زموږ ګاونډیانو ته لاندې ګټې لري:
امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې تر یونیم سل زره زیات فوجونه درلودل، نور هغومره زیات فوج دلته نسي ساتلای.
اوس دلته محدود نظامي حضور غواړي. ایران په افغانستان کې د امریکا دغه محدود نظامي حضور پخپله ګټه ګڼي.
د امریکا د حضور له برکته ایران په افغانستان کې اوس بې سابقه نفوذ لري او په حکومت کې غوښنه برخه د دوی ده.
پردغه سربیره ایران په افغانستان کې د خپلې همکارۍ په بدل کې له امریکا څخه په عراق، سوریه، یمن، لبنان او نورو ځایو کې امتیازات اخیستلای شي.
په افغانستان کې د امریکا حضور د پاکستان ډېر په ګټه دی. د پاکستان فوج د امریکا پر مرستو متکي دی.
پنځوس کاله پخوا چې په افغانستان کې هیڅ جنګ نه و، امریکا په پاکستان کې وه. هغه وخت حکومت د ولس ترفشار لاندې و او د حکومت مشروعیت یې تر سوال لاندې راووست، خو په افغانستان کې د امریکا اوسني جنګ پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړیدي، نسبت هغه ته چې امریکا په پاکستان کې نظامي حضور درلود.
څومره چې امریکا په افغانستان کې وي، هغومره پاکستان ته په لوجستیکي او سیاسي لحاظ اړه ده.
په افغانستان کی د امریکا محدود حضور د هند په ګټه دی، دلته د امریکا حضور د چین تحرکات څاري او په منځني اسیا کې یې نفوذ محدودوي چې د هند په ګټه دی، خو دومره ډیر حضور یې هم نه غواړي چې:
(۱) پاکستان ته په لوجستیکي لحاظ ډیر اړ وي او (۲) چین او روس د امریکا په مقابل کې جدي عکس العمل وښيي او هغه وتلو ته اړه کړي.
په افغانستان کې د امریکا محدود حضور د روسانو په ګټه دی. په افغانستان کې تشنج د مرکزي اسیا جمهوریتونه ناآرامه کوي او د روس غیږې ته یې اچوي.
په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور روسانو ته ښه پلمه په لاس ورکوي چې خپلې پښې په مرکزي اسیا کې ټینګې کړي.
روسان د مرکزي اسیا د حکومتونو دغسې ویرولو ته ضرورت لري.
نتیجه: د سولې هر کنفرانس ته افغانان باید ولاړ سي او فرصت له لاسه ورنه کړي. دا جنګ امریکا زموږ د ګاونډیانو په مرسته پر موږ تپلی دی.
اوس چې یې امریکا زموږ د ګاونډیانو په مرسته ختموي، موږ یې باید استقبال کړو او ورته ووایو چې ډیر ښه؛ مهرباني وکړئ؛ موږ مو ملګري یو.
خو موږ افغانانو ته په کار دي چې سد سرته ورولو او باور وکړو چې هر خارجي که څه هم د دوست په جامه وي، پخپلو ګټو پسې ګرځي.
راځئ یو بل په غیږ کې سره ونیسو او پر یوه خبره ټول اتفاق وکړو چې امریکا باید له افغانستانه ووځي.
ترڅو چې امریکا په افغانستان کې وي، په موږ کې به د ګاونډیانو مداخلې روانې وي، امن به نه وي او یو سم ملي حکومت به نه جوړیږي په کوم کې چې د دواړه تجاوزونو ریباران نه وي.
موږ په زرو کاله دلته اوسیدلي یو، چا نه یو خوړلي. موږ هغه وخت خوار سو چې یو لوی طاقت له بلې خوا راشي او موږ ګاونډیانو ته راغوزار کړي. خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې له ګاونډيانو چاره نسته. یو ډیر کمزوري ګاونډي ته هم باید دروند وکتل سي او په مقابل احترام ګذاره ورسره وسي.
همداراز، څرنګه چې موږ د نړیوال کلي یو کور یو، نو د نړیوالو سره حسن تفاهم زموږ اهم ضرورت دی. د یو دغسې افغانستان د جوړیدو لپاره باید موږ یوه معقوله طرحه وړاندې او د هغه د تطبیق لپاره یو ملي قیادت رامنځته کړو.
فاروق أعظم
۱۶ مارچ ۲۰۲۱م
ډیرویروونکۍ اومبهم بیان دۍ که ګاونډیان دونی غټ دښمنان وی نوامریکاولی له ۵۳مملکتوله اتحاده جوړیده اوسوویت یونین له ۱۳ملکوله اتحاده جوړیدۍ اوهمدغسی یورپین یونین اوضیاءالحق شهیدغوښتل چه دپاکستان افغانستان،ایران ،ترکیی اومالدیب اتحادجوړکړی امریکاله اسلامی اتحاده وبیریدی ضیاءالحق یی شهیدکی اونوموړۍ لیکوال دانګریزانوپه ژبه خبری کوی تنهاهنداوپاکستان تراوسه دانګریزانوترهدایت لانددکامن ویلت په نامه ګډکارکوی شایدموضروی ولی چه انګریزان داسلام خصوصاً دافغانستان لوی دښمنان دی په حقیقت کی دادامریکایوددوستۍ اقدام دۍ امکان لری دغه ګاونډیایومترقی حکومت په افغانستان کی جوړکی ولی طالبان بیعلمه اودانګریزانودپاره دافغانستان دبربادۍ وصیله کیدای سی لکه دمخه چه یی دملامحمدعمرحکومت جوړکړۍ دافغانستان کوریی په خراب کۍ طالبان دانګریزانوددسیسویوښه… نور لوستل »
عزتمند دکتور صاحب فاروق اعظم تاسو ته سلامونه او ارادت – احبکم الله تعالی و طول فی عمرکم مع الصحة والعافیة،،، آمین ستاسو له پورته تحلیل مې ډېر څه زده کړل. اما دوه ټکي په لاندې توګه د مکث وړ دي: لومړي: په وتلو کې به د امریکایانو زړونه د 2001 کال خلاف خامخا مات وي اما پرتله یې نه شو کولای،،، منطقي به دا وي چې د دوی مات زړونه په اوسنیو شرایطو کې د دوی له پاته کېدو سره پرتله شي،، ښکاره خبره ده چې په پاته کېدو کې به یې زړونه له حتمي چاود/نابودی سره مخ کیژي،،… نور لوستل »
په تېر پسې،،،
په 2001م کال کې امریکا کې اسمانځکي تجارتي مشهور اما محدود برجونه د امریکا د شیطاني دسیسو د یوې مقدمې په پار د یوه خودساخته نامریي دښمن په نوم ونړول شول او 3000 امریکایان یې پکې ووژل او په افغانستان یې د برید لپاره بهانه ترې جوړه کړه،،، اما نن په ریښتونې توګه یوه نامریي دښمن (کرونا) تر دا اوس مهاله د امریکا 538000 وکړي تر خاورو لاندې کړي دي او اقتصاد یې د پرچاو له خطر سره مخ کړی دی.
نور بیا،،،
چی د سقراط او افلاطون او حتی انیشټاین غوندی کسانو په سیاسی تحلیل کی ( د افغانستان په هکله ) د انګرېز اساسی رول نه وی تشریح سوئ او په ډاګه سوئ نو هغه تحلیل به یو ناقص او نیمګړۍ او مرموز او حتی نوکرانه او مزدورانه تحلیل وی.
د انګرېز د خبیثانه رول څخه انکار به په شیدو کی د غوړو د شتون د انکار په معنی وی ، په شیدو کی د غوړو د شتون انکار به = یا خپله تحلیلګر احمق دی یا ئې پر نورو د احمق ګومان کړی دی.
غ. حضرت صاحب جوړ تکړه برابر یې دا خو دلته هېڅ تړاو نه جوړوي چې وایې د انګرېز خبیثانه رول څخه انکار په شیدو کې له شته غوړیو څخه انکار دی،، په شیدو کې موجود ټول عناصر مفید او طیب دي،،، په بل عبارت طیب له نجس سره نه ګډیژي او نه یو له بل سره ګډ شتون لري،،، د انګریزانو رول که خبیثانه وي نو په خبیثو خلکو کې به شتون لري. هو که چا په شیدو کې متیازې وکړې نو په هغې باندې بیا د شیدو اطلاق نشي کېدای او نه هم د شیدو په بڼه باقي پاته… نور لوستل »