نظــر

پنجابه مبارک دې شه!

شفيع اعظم

ځينې په ډېره سپين سترګۍ او له حسادته ډک انداز د يوه ملت قرباني په وړيا پاکستان ته ورکوي.
حال دا چې همدا کسان به ځان تر ټولو زيات د پنجاب مخالف او دوښمن را پېژني‌. دا خلک پدې نه پوهېږي چې پنجابی بېچاره د امريکا او ناټو خلاف جګړه څه هغوی ته چپ او پورته کتلو نه هم عاجز دي.

د افغانانو روان شل کلن مقاومت کې که پنجاب د افغانانو خلاف ناټو او امريکا ته پوځي اډې، استخباراتي مالومات، تېلو، وسلو او خوراکي توکو لپاره زمکنۍ لاره نه وای ورکړې نو ګمان مې نشي چې دا جګړه له ۲۰۰۶ کال نه هم بل کال ته غځېدلې وای.

طالبانو سره د پاکستان له مرستې انکار حماقت او کذب دی خو پدې هم ځان پوهول غواړي چې لس سلنه مرسته که یې طالبانو سره کړه نو نوي سلنه مرسته یې افغان حکومت، امريکا او ناټو ځواکونو سره هم کړې.

ګورئ حق لرو د طالبانو مخالف و اوسو مګر دومره لوېدل هم ندي پکار چې د يوه ملت ورکړې قرباني هغه ملت او هیواد ته منصوبه کړو چې دغه اشغال کې تر ملاتړ په ځلونو ډیر د همدې اشغالګرو حامي پاتې شوی.

که څوک ريښتيا هم دا بريا د پنجاب بريا بولي نو يوځل دې هلمند، اروزګان، کندهار، لویه پکتیا، مشرقي او شمال کې بغلان او د کندز کليو بانډو کې د کليوالو دروازې وټکوي چې هر کور نه د څومره شهيدانو او څومره معيوبينو ليست راوځي.

له خدایه وېره پکار ده. د پښتنو او نورو ايمانداره افغانانو په ورکړې قرباني کافر ټرمپ قايل شو او اعتراف یې وکړ چې دغه په غرونو کې ناستو ډبرينو خلکو زموږ کار کشته پوځي جنرالانو ته د سر په کاسه کې وینې ورکړې او ناکام بګیل یې ثابت کړل خو زموږ خپل کليمه ګوی یې نه مني وایي نه دا ټول پاکستان دی.

که ورته ووایې چې ښه نو دا نولس کاله مو څو پنجابيان، عربان او نور پردي وژلي، زنداني کړي او بدل کې مو بيا څو زره افغانان زنداني او له تېغه تېر کړي نو بيا به یې ارقام او ډېټا څه وايي؟!؟!

سوله هله راځي چې د ملت ورکړې قرباني ته په قربانۍ قايل شو. دې ملت په قاطع اکثريت د امريکا او ناټو زورګویي خلاف بغاوت او مقاومت کړی يا هم د همدې مقاومت ملاتړ.
تاریخ خپل قضاوت کړی او تاريخ د حقايقو په ابلاغ کې د چا خیال نه ساتي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

حقیقت وایی پاکستان دانګریزانویوه اډه ده د۲۰۰۱ واقعه هم دانګریزانوپلان وود(آی ایس آی)په واسطه یی عملی کۍ اسامه له کمه ځایه ګرفتارسودپاکستان له فیصل آباده، ملامحمدعمرله کراچی مړنه راوړل سوداټولی نښانی داسابته وی چه پاکستان انګریزانودافغانستان پرخاوره جوړکړۍ دۍ که افغانستان جوړسی پاکستان دایټمه سره له منځه ځی بیاهم که قدرت کمونسټانوته پاته سی چه وطن فروشان دی یابیعلمه طالبانوته په لاس ورسی چه نه له قرآنه خبردی نه له سیاسته بیرته دانګریزانودلاس آله سو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

غ.حضرت

دېته وائی د واده په شپه د ناوی د خُسر ګنۍ څخه د باج اخیستنی په موخه د مور او لور تر منځ د زرګری جنګ د سناریو یوه برخه .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx