ادبي لیکني

مطمئن؛ د جهادي ادب ځلانده ستوری 

حافظ نور احمد سعید

د سلواغې په ۴مه سهار  مې چې  مبایل روښانه کړ، د واټساپ په یو ګروپ کې مې د اسلامي امارت د پخواني ویاند، لیکوال او شاعر  ملا عبدالحي مطمئن صاحب د جنازې پر خبرتیا سترګې ولګېدې. د مطمئن صاحب د جنازې او بېلتانه خبر  ډير غمونکی او دردونکی و او دا بیا بیخې ځورونکې وه چې نوموړی د هجرت په دیار کې په پردیسۍ کې د ناروغۍ پر بستر پرېووت. تر یوې میاشتنۍ سختې مریضۍ وروسته یې  د ژوند پور پرې کړ او د یو مسافر او مهاجر په صفت له اصلي ټاټوبي لیرې دفن کړل شو. انا لله وانا الیه راجعون!

ارواښاد مطمئن دیني عالم، خوږ ژبی نطاق، ریالیست شاعر،برلاسی لیکوال او د سیاسي او ټولنیزو چارو  تکړه شناند و.  مطمئن صاحب ګڼ شعرونه، سیاسي تحلیلونه، مقالې او کالمونه لیکلي او په مختلفو چاپي او برېښنایي رسنیو کې خپاره شوي دي. د مطمئن صاحب  نظم او نثر له ځانګړی سلاست او کیف څخه برخمن دي. أن  د فکر او عقیدې مخالفین یې هم د شعر او نثر پر خوږلت او قوت اعتراف کوي.

مطمئن صاحب  چې اویایمه لسیزه کې د کندهار داطلاعاتو او کلتور رئیس و، په  سختو شرایطو کې  یې په  پاټک ځپلي تیاره کندهار کې د ادب او فرهنګ ډېوه بله کړه، خاموش او فرار شوي پتنګان یې پرې راټول کړل او د نوموړي په هڅو ادبي بنډارونه، مشاعرې او چاپې خپرونې بیا پیل شوې.

هماغه مهال چې  تاریخي کندهار د جهالت او ټوپکسالارۍ په تورتم کې غرق و، په ټول کندهار کې هیڅ یوه علمي، ادبي او فرهنګي خپرونه نه نشریده. د طلوع  افغان جریدې او کندهار مجلې په دفترونو کې ټوپکیانو  جنګي سپي ساتل، د چرسو خړوسکې او ډډوزې به ترې پورته کیدې او  فرهنګي او تعلیمي ادارې د مظلومو هیوادوالو د شکنجو او اخلاقي فساد مرکزونه وو، خو د طالبانو اسلامي تحریک چې کندهار او ګاونډي ولایتونه  له شر او فساد څخه خلاص کړل، په ټولو مفتوحه سیمو کې  یې دولتي، تعلیمي او فرهنګي ادارې  بیا ترمیم او فعالې کړې.

له کلونو ځنډ وروسته د اسلامي تحریک په مرکز کندهار کې یو ځل بیا راډیویې نشرات او چاپي خپرونې پیل شوې. دافغانستان د ژورنالیزم د لومړنیو او موثرو  ورځپاڼو او مجلو له جملې د طلوع افغان ورځپانې او کندهار مجلې د چاپ معطل بهیر بیا شروع شو. پر کندهار مجلې او طلوع افغان جریدې سربیره خلافت مجله، دارغند له غاړې مهالنۍ او….. منظم او پرله پسې چاپیدل او خپریدل.

د کندهار د هماغه وخت د مطبوعاتي، ادبي او فرهنګي بنسټونو او بهیرونو په وده او پراختیا کې د ملا امیر خان متقي، مولوي وکیل احمد متوکل، مرحوم مولوي سید محمد حقاني، شهید محمد حسین مستسعد او ارواښاد ملا عبدالحي مطمئن نقش بیخي بارز دی.

مرحوم مطمئن صاحب ډير وخت د اسلامي امارت د ویاند او د کندهار داطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه خدمت ترسره کړ. نوموړي د یادوو شوو  سختو او بوختو دندو پر مهال هم شعر او نثر لیکلو ته  وخت ورکاوه او د کندهار د هماغه وخت په زیاترو خپرونو کې د مطمئن شعرونه او لیکنې تر سترګو کیدې.

پر افغانستان دامریکا دیرغل وروسته د خدای بخښلي مطمئن شعرونه او لیکنې په مستعارو نومونو  په عزم، څرک، شهامت او مورچل مجلو او بېلابیلو جریدو، ویبپاڼو او اخبارونو کې خپریدل. دې وروستیو کې  ارواښاد د (ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان) په نوم یو کتاب هم ولیکه.

مطمئن له فاني او مضطربې  دنیا ولاړ، فرهنګي کورنۍ ته  یې ګڼ خواره واره شعرونه او لیکنې په میراث پرېښودل. امید دی چې د ارواښاد د قلم د سنګر ملګري د ځوانیمرګ  یار د زړه په وینو، خولو او اوښکو لیکل شوي توري راټول او په کتابي بڼه تر لوستونکو ورسوي.

کاش چې د جهادي ادب همدا (مطمئن) ستوری  دومره ژر زموږ داسمان له مداره نه وای لویدلی، د مطمئن صاحب  غروب او بېلتون په جهادي فرهنګي کهول کې لویه خلا رامنځته کړه،چې تر ډيره به د همدې تشې په ډکولو ونه توانیږو!!

الله تعالی دې رحم پر ې وکړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx