نظــر

کیری، مرجانه او ګل مرجانه سره پخلا کړی

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی: د غلامی اداری په قلابی او جعلی ټاکنو په اواخرو کی د اشرف غنی د پلویانو له خوا د ( ګل مرجان ) نوی نوم د کوڅه ډبو چرسیانو مارکیت ته په ډیر شور او زوږ سره راووتللو ، تر دی چه اشغلګرو په خپله خارجی میدیا کی هم ورته ځای ورکړو چه د عبدالله په توهینولو یی له دوه اتشه ( کمونست او سکولریست ) اشرفغنی څخه ملی قهرمان او د نړی دوهم متفکر او د افغانستان دوهم ریس جمهور جوړ ، د قومی تعصباتو د راپارولو لمن لا پراخه او د هر ډول دشمنیو بازار ګرم وساتی دغه د ( د ګل مرجان یی نه منی ) شعار هم د اشغلګرو د شیطانی فتنو یوه برخه وه تر څو جانب دی ته ورته او یا تر دی هم زیات څه د پشتنو پسی جوړ او له دی جنګونه او خوابدی وزیږوی نو غوښتل می دا ثابته کړم ( چه خړی هم له برګی کم نه دی ) یعنی که عبدالله ګل مرجانه ، اشرف غنی یی بیا مرجانه ده یعنی دواړه د اشغلګرو ماندینی او معشوقی دی .

دا چه اشغلګرو په اول پړاو کی ګل مرجانی ته تر مرجانی ۱۳٪پورته رایوی ورکړی او په دوهم پړاو کی یی دا عدد په عین کچه سرچپه کړلو دا د (۱۳ ) عدد لکه د سپټمبر د پیښی ( ۹ ۱۱ ) عدد ته ورته د اشغلګرو حیرانونکی نمبر ښکاری چه په جوړولو او بهانه یی د نړیوال حکومت د تاسیسولو دپاره په ډیر غرور او وحشت سره صلیبی یا تروریستی جنګ اعلان او پیل کړلو د ( ۹ ۱ ۱)نمبر په امریکا کی د عاجلو پیښو نمبر هم دی دا چه د ۲۰۰۱ د سپټمبر یوولسمه تراجیدی پیښه هم ډیره خطرناکه او عاجله پیښه وه ( د سپټمیر د یوولسمی نیټی سره یی چه ( ۹ ۱۱ ) تری جوړیږی) د هماغه ( ۹ ۱۱ ) له نمبر سره یی برابره ( مترادفه ) کړه .

په هر صورت دا ځل قلابی ټاکنی د تیرو قلابی ټاکنو سره توپیر لری هغه وخت اشغلګر د ډیر زور او غرور سره نوی راغلل ، د مجاهدینو شمیر اوجهادی نظم ، وسلی او وسیلی کمی او ناسمی وی ، د لاسپوڅو تبلیغات دا وو چه دوی زمونږ هیواد جوړوی ، مونږ هر یو ته به کور کالی ډوډی راکوی زمونږ له جنګه ستړی اوزخمی مظلوم اولس ورباندی دخیر ګمان کولو او یا فقر او ناپوهی دی درک ته نه پریښول او لا ځینی به بیه رانیول شول د مقاومت پیاوړتیا کمه وه ، اشغلګرو خیال وکړو چه مقاومت یی مهار کړی شو ، په ټاکنو کی ورته د ډیرو درغلیو اړه نه وه د خوښی کاندید یی هم یو او هغه هم بوقلمون یا لوی مداری وو ، نو ټاکنو ته یی د خپلواکو ټاکنو رنګ او روغن ورکولو چه په وسیله یی زمونږ هیواد خپلواک معرفی او زمونږ هیوادوال او نړیوال تیرباسی چه افغانان خپلواکی لری او مونږ یی مرستو ته راغلی یو چه له دهشت ګرو یا اشرارو یی وژغورو .

په تیرو ټاکنو کی اشغلګر د نه یا لږ مقاومت له امله تر یوی کچی د خوښیو او بریاوو احساس کولو او مغرور وو نو د درغلیو کچه یی ښکته ولی د ۱۳ کلونو په تیریدو مقاومت منظم ، پیاوړی او تر پخوا ډیر غښتلی او ویاړلی شو هیوادوالو او نړیوالو ته هر څه په ډاګه شول چه زمونږ اسلامی مقاومت نه یواځی مهار نکړی شو برخلاف مقاومت لا ډير پیاوړی شو د اشغلګرو سره د جنګ کولو ترکونه یی تر لاسه کړل اولس خپل دوست او دشمن وپیژندلو د مقاومت تر شا ودریدل ا مقاومت چه د یو قوم پوری تړلی معلومیدلو ټولو قومونو ته وغځیدلو یعنی ملی بڼه یی خپله کړه .

سره د دی چه د ( حزب اسلامی ) مشرتابه یی د ډالرو په زور له جهاده لاس په سر شول مګر مجاهدین یی د نورو مجاهدینو سره د مقاومت په لیکو کی پاتی شول چه دی کار مقاومت لا ډیر پیاوړی کړو هم د کمیت له مخی شمیر یی زیات شو او هم د کیفیت له مخی قومانده او استخبارات یی سره یو شول . اشغلګرو چه د حزب اسلامی دا خالیګاه احساس کړه د اربکان یی ورله مجاهدین جوړ کړل ولی څه وخت وروسته اربکانو ته د پوره معاشونو او وسلو په نه ورکولو اربکان هم کمزوری شول له یوی خوایی نظامی روزنه نه درلودله او له بلی خوا د لږ معاش د پاره څوک ځان مرګ ته نه ورکوی ، اشغلګرو سلامی حزب ته په ټاکنو کی د ننوتلو چانس ورکړلو ، ( سلامی حزب دعوی لرله چه مونږ په ملت کی قاطع اکثریت لرو ) ولی په صندوقونو کی یی د رایو په ځای غڼو جالی اچولی وی ( اشغلګرو ته لا ډیر ذلیله شول ) د مقاومت دپاره هم کثافات وو لیری شول ولی مجاهدین د اسلامی امارت د قیادت او اسلامی سپین بیرغ لاندی سره راټول او یو موټی شول . یعنی اشغلګر په همدی خپله شیطانی فتنه کی دوه ځلی متضرره شول ( والله خیر الماکرین ) .

مونږ مخکی دی خبری ته اشاره وکړه چه مخکنی ټاکنی د اوسنیو ټاکنو سره فاحش تو پیر لری ، هو په اخری ټاکنو کی د مجاهدینو په پرله پسی بریاوو او دمقاومت سراسری کیدل او ملی کیدل د دوی جنګی مورال د خاورو سره خاوری کړلو ، دجبران ناپذیره مالی بحران سره مخ شول ، مخ په ښکته ، ذلیله او په تیښته دی د بلی خوا د غلامی اداری د فساد او بی کفایتیو کچه یی دومره لوړه شوه چه د دوی په ماتو کی تر مقاومت ډير رول ولوبولو .

سرمایداری ( استثماری ) نظامونه ، تل او هر چیری ( حتی په خپلو هیوادونو کی هم ) د خپلو استثماری پلانونو د کمیت او کیفیت دښه کولو د دوام د پاره ټولنی طبقاتی کوی یعنی د ګوتو په شمار خلګ لوی سرمایداران او په سلو کی له نهه نوی برخو زیات خلک د فقر له کچی هم ښکته کچه کی ساتی چه استثمار یی کړی دمثال په ډول که د همدغه مرجانی او ګل مرجانی ژوند د روسانو او امریکایانو له یرغله مخکی وګورو او وڅیړو او د دوی دهغه وخت مالی بڼه د اوس وخت سره پرتله کړو د زمکی او د اسمان په کچه دی او د افغانستان د عوامو مالی بڼه ( سره د دی چه ټول ملت غریب وو ) ولی با ثباته مالی بنیه یی درلودله د اوس وخت په شان بی هیلی او بی اسری نه وو یعنی اوس وخت کی یی د مرجانی او ګلمرجانی په شان خلک بیلونران او عوام یی د پولی ټق ته کینول چه د سهار وخوری دماښام هیله نه لری او که دماښام وخوری د سهار هیله نه لری حتی د ژوند هیله هم نه لری.

په هر صورت اشغلګر دغه غلام سرمایداران ( لکه مرجانه او ګل مرجانه ) د مظلوم اولس داستثمارولو او د هغو په مقابل کی د ځان ژغورلو د پاره سره یو موټی او یوه خوله ولی د مادیاتو او مقاماتو به لرلو او خپلولو یو د بل سره یی په دشمنی کی اچولی وی په ځانګړی ډول هغوی چه د اولی چوکی د پاره ځانونه نومولی او نوموی یعنی دوی له اوله د اشغلګرو د څارنی لاندی وی په دوی له اوله دومره مادی پیرزونی شوی وی چه دوی په دغه ډیره پرمصرفه او خطیره پروژه کی پوره یا نسبی بریاوو ته ورسوی او ددی د پاره اشغلګرو دغه نوماندان تر نورو غلامانو داسی روزل او شرایط یی ورله داسی برابر کړی چه اشغلګرو ته دخدای او یا میړه په حیثت قایل وی لکه مرجانه او ګل مرجانه یی ډیر ښه مثالونه دی تاسی به د جان کیری سره د مرجانی او ګل مرجانی د ودریدنو تلویزونی لیدنی لیدلی وی چه دواړه خپل میړه ( کیری ) سره تر میړه توب هم ذلیله عکس العمل ښکاره کوی مونږ چه د کیری په مقابل کی د مرجانی او ګل مرجانی کومه چاپلوسی او ذلیل تیا ولیدله ما ویل کشکی دوی افغانان نه وی او یا زه افغان نه وی ، څټ او مخ می د کیری سره د دوی په ذلیله عکس العمل و شرمیدل افغانان د داسی پلورل شوو له افغانی او اسلامی هویت کرکه لری مړونو یی مرجانه او ګل مرجانه د جمهوری ریاست د ترلاسه کولو د پاره په رقابت کی اچولی که له یوی خوا یی د ځان غلامی ته اړباسلی د بلی خوا له دی کار د قومی تعصباتو د راپاروولو د پاره کار اخلی .

مرجانه او ګل مرجانه ( د روسانو او امریکایانو ماندینی ) دواړه مړونه یی تر شا کلک ولاړ دی هر یو جلا جلا په شا ټپوی، میړونو یی هم حکومتی ، هم مالی او هم میدیا په واک کی ورکړی ، نه غواړی چه په اوسنی شرایطو کی کومی یوی ته طلاق ورکړی لکه د دوه هندوانو په شان چه یو لاس کی نه ساتل کیږی په جلا جلا لاسونو کی یی لوبوی دوه کارونه یی ورباندی فرض کړی چه د اسلام او اسلامی نظام سره به توافق نه لری ولی خپلو کی یی هم نه پوره دوستی او نه یی پوره دشمنی ته پریږدی که نه استعمار خپل استعمار تسلط له لاسه ورکوی . مرجانه او ګل مرجانه به له نزدی وپیژنو چه څوک دی ؟

چینایانو او روسانو دواړو زمونږ هیواد کی ، زمونږ دهیوادوالو د غلامولو او ویشلو د پاره کمونستی او نشنلستی ګوندونه جوړ کړل چه په نشنلستی مو د قومی تعصباتو او ویشنو سره مخ او په کمونستی مو له اسلامه لاس په سر کړی یعنی افغانی او اسلامی هویت مو مسخ کړی ( دا د هر استعمار استعماری وسله او وسیله ده ) په هر صورت چینایانو کی د شغلی جاوید ( چه مسعود یی غړیتوب درلود ) کمونستی ګوند او هم یی د ستم ملی نشنلستی ګوند ( چه ربانی یی غړیتوب درلود ) په پښو ودرول ، روسانو جنوب کی د کمونستی او نشنلستی ګوندونه رامنځته کړل .

کمونست مسعود عبدالله ( ګل مرجانه ) چه ډير پیمخی وو د ځانه سره ملګری کړو ډیر صلاحیت او روزنه یی هم ورکړه تر دی چه د ټولو کفری هیوادونو څخه د لاسته راوړنو د پاره یی تری ښکاری باز جوړ کړلو ، عبدلله هم د مسعود په دستور ښکاره اخوانی او په پټه چینایی کمونست وو چه وروسته یی روسان هم مړونه شول ، د باداراتو د پاملرنی د پاره عبدالله ډير مبتکر شخص او( د قیمتی کالیو په اغوستلو) ، د انګلیسی ژبی په زده کولو( چه استعماری ژبه ده) او د پنجشیر د قیمتی کاڼو په کارولو یی د نړیوال استعمار ( چه په راست کی یی امریکا قرار درلود ) توجه ځانته راوړوله تر دی چه طالبانو ۹۵٪ هیواد یو او دیوی قوماندی لاندی راوستی وو ولی بیا هم ربانی ریس جمهور او عبدالله یی وزیر خارجه یادیدلو او روان فرهادی یی په ملګرو ملتو کی نماینده وو او په همدغه استعماری هیوادونو کی یی تش په نامه سفارتونه فعاله وو عبدالله تر دی کچی ورسیدلو چه زمونږ په هیواد باندی د امریکا د یرغل د پاره خپل خوږ جنسی ملګری احمدشاه مسعود د قسیم فهیم او سیاف په واسطه وواژه او کله چه زمونږ هیواد اشغال شو عبدالله ته یی هماغه پخوانی دنده ( خارجه وزارت ) وسپارلو ولی په ربانی او ظاهر دواړو د ارمانونو سره مړه شول .

اشرف غنی یا ( مرجانه ) د ډاکتر نجیب د اکا زوی او د کمونستانو په ارکانو کی وو ګمان کوم تاسی به یو ټیوب کی د نجیب هغه ویدو وګوری چه نجیب پکی عسکری کاری دریشی اغوستی او اشرف غنی یا ( مرجانه ) یی چه سپین پټکی ( پوړنی ) یی په سر کړی د نجیب په ښی اړخ کی ورسره خوا په خوا ولاړ دی چک چکی کوی ( عادی کسان حتی که له کورنی هم وی د جمهور ریس خواته د ودریدلو اجازه نه لری ) مګر دا چه اشرف ( مرجانه ) باوری او عقیدوی اتیست کمونست وو زه وایم د نجیب امنیت کی به یی هم واک درلود .

یو ورور ویل چه د دوی د کورنی مخکنی او اوسنی په کفری نړی د ځان پلورلو او جاسوسیو په هنر کی مهارت ، سابقه او تجربه لری هغه ورور راته ( چه ډیر متدینه سړی وو ) د طالبان و د مهاجرینو د یو وزیر له خولی قیصه کوله ، ویل چه لکه مونږ کابل فتح کړلو د استخباراتوهغه لستونه مو ترلاسه شول چه په هغو کی د کا جی بی د غړو نومونه پکی لیکل شوی چه په هغه لوړپوړو نومونو کی د اشرف د اکا نوم هم درج شوی کوم چه په ماسکو او چکوسلواکیا کی سفیر پاتی شوی وو کله چه کمونستان مات شول بیا د همدی غنی په وزرو امریکا ته مهاجر شو چه امریکا کی یی هم د افغانی کلتوری ټولنی په نوم ایزمیانو جاله جوړه او ده یی مشری کوله ، او د امریکا تر ټولو مهم دفتر ( ایمیګریشن ) کی یی دنده ترسره کوله چه دا ډول دنده هم باوری کساتو ته ورکول کیږی یعنی د اشرف اکا په کاجی بی سربیره د لته هم اړیکی بندی شوی .

د اشرفغنی او عبدلله د څه ناڅه پیژندنی وروسته به د هماغه توهینی اصطلاح څیړنه وکړو ((ګل مرجان )) چه د چا له خوا او د څه د پاره وه :

د اشرفغنی د پښتنی ایزمی پلویانو له خوا د اشرف غنی د جمهوری ریاست رقیب ( عبدالله ) ته چه هغه یی د کوڅه ډبو یا چرسیانو د مجلس په شان توهین کړی وی د ( ګل مرجان یی نه منی ) جمله یی خلق کړه . په ټوله میدیا حتی د خارجیانو په میدیا کی هم ددی یادونه وشوه ، تلویزونونو او رسنیو کی په دی چه ( ګل مرجان یی نه منی ) ډیری تبصری او خنداګانی تر سره شوی یعنی د لنډغرو دمارکیت وسله وکارول شوه ( چه باداران یی هم له دی تاکتیک څخه کار اخلی ) چه اشغلګر هیوادونه چه دخپل مخالف تصویر ښیوی تصویر ته یی ورله د وحشی او یا د مړی په شان رنګ او روغن ورکوی تر څو د دی تصویر په ښودلو خپلو هیوادوالو ته داسی واښیی چه زمونږ مجادله د داسی یو وحشی انسان سره ده تصویر یی داسی دی خپله به څنګه وی ؟ له هغه وروسته چه هر ظلم او زیاتی ورسره کوی عوامو ته نه یواځی د کرکی وړنه وی بلکه حق په جانب یی ګڼی یعنی د هغه تصویر خاوندان د هری سزا ورکولو وړ ګڼی .

مخالفینو ته که په ناحقه هم وی دا ډول توهین د غیرتی دشمنانو کار نه دی بلکه بی غیرته او ناتوانه خلک چه نور څه یی د لاسه پوره نه وی د خپل دشمن سره ښځینه جنګ پيلوی چه یوه نمونه هم لکه د نوم بدلول چه دوی د عبدلله په مقابل کی د ( ګل مرجان یی نه منی ) له اصطلاح کار اخستی ، ( ګل مرجان یی نه منی ) اخر ددی قیصه څه ده ؟ د دوی د همدوی پوچو تبیلغاتو په لړ کی می په یوه ویدیو کی ولیدل وایی چه ( ګل مرجان یو ناپوهه شاګرد وو ، که د ناکامی نمری به یی هم واخستلی هغه به نه منلی ) خپله ناکامی به یی نه منله .

زما د دی لیکنی هدف دا نه دی چه زه له مفعول عبدالله له دریز حمایت کوم زه چه څومره له اشرف کرکه لرم له عبدالله هم کرکه لرم دواړه داستعمار خره او زمونږ د مظلوم اولس دشمنان دی ، افغانستان زمونږ د ټولو ګډ تآتوپی دی که کوم بی لیاری ورته په کږو سترګو ګوری زه یی نه یواځی مخالف بلکه سرسخته دشمن جوړ شم چه له بادارانو یی نه ډاریږم له غلامانو یی څرنګه وډار شم که دا د اشرف غنی یا د عبدالله د کلی کور خبره وی زما ورسره بیا کار نه وو ، افغانستان نه د عبدالله او نه د اشرف غنی د پلار او نه یی د پلورل شوو پلویانو په قباله کی دی حتی مظلوم اولس له دوی د افغانیت او اسلامیت هویت اخستی مونږ یی نه پریږدو چه کله یی په روسانو او کله یی په امریکایانو پلوری او پلورل شوی ایزمیان یی په میدیا کی کینولی چه ښځینه جنګ پری وکړی یوه لیوه ته په احترام او د بل لیوه سپکه وایی د دواړو خواوو پلویان خلک په دی مجبوروی چه دغه دوه دی خوښ مو دی که نه یوه ته به رای ورکوی او چه یو اړخ د رای ورکونکی د هغه بل اړخ د پلویانو په لاس ورشی هغه د رای اچولو ګوته تری غوڅوی اوکله تری په ګوتو سر بیره پوزه او غوږونه هم غوڅوی .

کله چه می د اشرف غنی له بادارانو د اشرف غنی د بادارانو له خوا د دوهم متفکر نوم واوریدلو زه هماغه وخت پوه شوم او دی نتیچی ته ورسیدم چه اول متفکر حامد کرزی وو یعنی د استعمار د پاره د متفکر لغت زمونږ مستعمره هیواد کی ( د غلام جمهور ریس ) په معنی دی د کرزی سره یی د لمړی متفکر نوم نه وو یاد کړی او اخره کی یی ورته نه شوه ویلای ولی ځای یی ورله خالی پريښودلو چه که اشرفغنی ته دوهم متفکر وویل شی دا په خپله دا معنی ده چه کرزی صاحب اول متفکر یا د اشغلګرو اول غلام ریس جمهور وو او اشرف غنی یی دوهم غلام جمهور ریس په نظر کی نیولی دی او هماغسی وشوه .

امریکا ډيره هڅی وکړی چه د افغانستان غلامی دخپلو شیطانی پلانونو په واسطه پټه وساتی ، ولی بوی یی ټوله نړی په سر واخستله ، کیری څوک دی چه راځی د افغانستان د مظلوم اولس د رایو بی احترامی کوی ، ټاکنی منحل اعلانوی او د دواړو غلامانو تر منځ د اعتلافی حکومت طرحه رامنځته کوی د دوی د ۱۳ کلونو لویه لاسته راوړنه داوه چه په پیل کی چه یی کوم فاسد اعتلافی حکومت جوړ کړی وو بیا هماغه حکومت ته وګرځیدل نو دا څو ټریلونه ډالر مو په څه مصرف کړل ، دا دومره تآنکونه او الوتکی مو په څه تخریب ، د ا زرونه هیوادوال مو خپل ولی مردار او دا په لکونو هیوادوال مو زمونږ ولی په شهادت ورسول ، او تر ټولو ډیره شرمه اوره یی د یوناما خط کرزی ته چه دستور ورکوی چه تاسی د بریالی نوماند اعلانول تر یوی میاشتی وځنډوی ؟ په داسی حال کی چه هغوی وخته اعلان کړی دی ولی د بادارانو رایه او دستور بدل دی هغه به کیږی چه باداران یی غوښتونکی دی نو که دی ته غلامی نه ویل کیږی د اشرف او عبدالله ( مرجانی او ګل مرجانی ) په پلویانو کی څوک شته چه مونږ ته د غلامی تعریف وکړی ؟

اصلی خبره داده او مونږ په بله لیکنه کی دی ته هم اشاره کړی وه ، چه د خلکو ووټونو یوه نیماییشی ډرامه وه چه زمونږ هیوادوال او نړیوال پری تیر باسی چه مونږ افغانستان اشغال او مسعمره کړی دی نه دی ، خلک خپل زعیم په خپله ټاکی ولی د کیری په راتګ او حاکمه دستوراتو او قوماندی سره ماشومان او لیونیان هم پوشه شول چه دا هیواد اشغال ، مستعمره شوی او د غلامانو په واسطه اداره کیږی د عبدالله ( ګل مرجانی ) او د پلویانو خویی بی له هغی هم لینګی زیړ شوی وو خو اوس د اشرف غنی ( مرجانی ) او د هغه د پلویانو لینکی هم زیړ شول ، دا د مرجانی اشرف غنی اولنی شعار وو چه زه به د مظلوم اولس ته د درناوی په خاطر په هیڅ دول د اعتلافی حکومت ته زړه ښه نه کړم ولی دا د یو خپلواک خبره نه وه د یوغلام خبره وه د بادار خبره داوه چه بادار څه وایی هغه به منل کیږی مهمه نه ده چه مرجانی او ګل مرجانی ( عبدالله او اشرف ) دواړو ته یی کله خوښه شی د داود ، صدام او قذافی په شان ووژنی یعنی طلاق ورکړی.

تر ټولو زه دی خبری هم خوابدی او هم خوشاله کړم ، چه جان کیری په خپل کور یعنی د امریکا په سفارت کی ناست وو ، مرجانه او ګل مرجانه یی هلته وغوښتلی یعنی د هر ماندینی سره چه وخت تیروی باید د میړه په خوښه وی ، افغانستان د دوی کور نه دی ، خوابدی می په دی چه بلاخره زمونږ هیواد دی زمونږ هیواد ته د یهودی استعمار په دومره سپکه سترګه کتل د هر مسلمان افغان د پاره د منلو وړ څه چه دوژلو او ذلیلتیا خبره ده دا د دغه غلامانو په واسطه زمونږ دهیواد د پوره غلامی او مستعمری په ډاګه کیدل دی ، خو خوشالی می په دی وه چه د دغه غلامانو غلامی څیری هیوادوالو او نړیوالو ته په ګوته شوی او هم د کرزی بوقلمون مداری توب او غلامی هم پکی له ورایه ځلیدله .

مګر څه چه مونږ ډیر خوشاله او هیله مند ساتی هغه زمونږ د ملی او اسلامی مقاومت بریالی شتون دی ، دجالی استعمار غواړو چه د خپلو غلامانو په لا ډیرو ذلیلتیاو خپل حیثیت خوندی او ځانته د اوړو پوزه جوړه او د تیښتو لیاری برابری کړی ، کیری اوس هم د دوی تر منځ جوړه نه ده کړی غواړی د دوه غلامانو په دخخ شوی لوی بمب چاودنه وکړی او قومی جنګونه رامنځته کړی هیله یی داده که په دی قومی جنګونو وکولی شی جهادی روحیه په قومی تعصباتو راپارولو جبران کړی ، زه باور نه لرم حتی که مجاهدین شتون هم ونه لری د مرجان او ګل مرجانی دا کیری دا اعتلافی حکومت دی د امریکایانو له وتلو وروسته څو اونی یا څو میاشتی دوام وکړی د دوی حکومت د نجیب تر حکومت په مراتبو کمزوری ، بی موراله ، بی نظمه ، له فساده او بی کفایته اداره به وی ، حتی حکومتی عادی دندی مخی ته نشی بیولی او بیا دومره ډارن دی چه د مجاهد د نوم له اوریدلو یی لینګی زیړوالی کوی دوی چه د خپل ناموس ساتنه نه شی کولی د بچو رنګونه یی څه د روسانو او څه د امریکایانو په شان زیړسری او شین سترګی دی نو دوی به د مظلوم اولس ناموس څرنګه وساتلی شی حتی په لوټ کولو کی یی همدغه ملوثی پلورل شوی څیری برخه لری . مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x