هيواد يعنې څه؟!

مولوي عبدالرقيب رقيب

هيواد د هيوادوال لپاره د ځانګړې جغرافيې، دين او عنعناتو مجموعه ده.
که د دين حدود يې مات شي معنی دا چې هيواد يې تجزيه شو!
د چا په هیواد کې چې د هغوی کلتور بدل شي نو په خپل هيواد کې د پرديتوب احساس کوي!

د يرغل په درشل کې ډيرځله جغرافيه نه غصبيږي. د يرغلګرو هدف دين او کلتور وي؛ کوم خلک چې يرغلګرو ته د دين او کلتور په اړه تنزل ومني هغوی يرغل ته تسليم شوي او د هيواد له ارضي تماميته لاس په سر دي!

يرغلګر چې د مستعمره هيواد په دين او عنعناتو کې د خپلې خوښې لاسوهنه وکړي معنی دا چې هيواد يې خپل کړ.

زموږ په ګران هیواد چې دوه لسيزې مخکې امريکا يرغل وکړ، طبعي ده چې زموږ د جغرافيې انضمام يې هدف نه و، ځکه له هغوی سره زرګونه متره فاصله لرو، بله دا چې هغوی په موږ د حاکميت لپاره زموږ د توکم خلک انتخاب کړل؛ مطلب دا چې زموږ د جغرافيې د مستقيم يرغمل اراده نه لري…

نو هدف يې څه و؟!
هغوی غوښتل چې زموږ د دين سرحدات مات کړي، زموږ په دين کې ځانونه ځای کړي، زموږ عقيدې ته لاره ومومي، زموږ هغه قانون نقض کړي چې ورباندي ايمان لرو.

هغوی غوښتل زموږ په کلتور راننوځي، زموږ وګړي په خپل رنګ ورنګوي او له ځان سره يې ځان کړي.

د دوی پکې ګټه څه ده؟
په دغسي يرغل سره دوی اقلاً دوه ګټې لري
لومړی دا چې زموږ خلک خپل دين ته اړولی شي؛ کله چې دلته د دوی د دين خلک پيدا شول نو هغوی ته به زموږ د هیواد واک په لاس ورکوي او زموږ هیواد به مکمل د دوی اداره وي.

ټاکنه خو د ولس له خوا ترسره کيږي:
په اسلامي خاوره جمهوريت او ټاکنې د دوی غولونکې لوبه ده، په ټوله اسلامي نړۍ کې داسې بيلګه نشته چې ټاکنې د يرغلګرو د طمع خلاف نتيجه ورکړي او دوام ولري؛ لومړی خو هغوی وار د مخه د ټاکنو نتيجه بررسي کړې وي، هغه څوک يې نصب کړي وي چې د دوی په چوپړ کې وي او د دوی شرائط يې منلي وي.

که احياناً فرصت يې له لاسه ووځي بيا نو د زور او کودتا له لارې هغه چاته د جمهوري هيواد واګي سپاري چې له دوی سره تعامل لري…
دغه چاره په ټولو اسلامي جمهوريتونو کې مسلم حقيقت ده؛ هو، شوپرک لمر نه ويني!.

په ياد يرغل سره د دوی دوهمه ګټه دا ده چې زموږ کلتور د ځان تابع کړي نو د وخت له تيريدو سره به دوی راته پردي نه ښکاري، د دوی په وړاندې حساسيت به نه لرو، د دوی وجود به راته زغم وي، له دوی او د دوی له مديرانو سره د پرديتوب احساس به نه لرو…

نتيجه به دا وي چې د دوی نظريه به زموږ په هيواد کې په موږ باندي واکمنه وي او زموږ ذهنيت به داسي جوړ وي لکه خپل خلک چې راباندي حاکمان وي!

امريکا په افغانستان کې د چنګيز, انګريز او شوروي له ماتیدو خو د صحابه کرامو له کاميابيدو مکمل درس اخستی ده.

صحابه کرامو د افغانانو سره نژدې سل کاله مقاومت وکړ ترڅو دغه خاوره د توحيد د سجدې مقر شي; خو افغانانو د تسليمۍ سر ټيټ نه کړ, اګر چې په باطله هم و.

وروسته چې صحابه کرامو افغانانو ته د خپلواکۍ روح ومنل, د هغوی په خاوره د هغوی واکمني يې تسليم کړه او خپل ټول نظاميان او حاکمان يې ورنه بهر کړل… خو په افغانانو يې هغه افغان حاکمان واکمن کړل چې د صحابه کرامو په رنګ رنګ شوي او د هغوی په عقيده سمبال و نو افغانستان يو اسلامي هيواد شو, چې زر کاله پس هم د صحابي نوم په احترام اخلي، د هغوی د قدم خاوره ښکلوي او د هغوی د قبرونو زيارتونه غنيمت ګڼي…

اما چنګيز, انګريز او شوروي چې د افغانانو په حساسو نقطو ګوتې وهلې، د افغانانو په معتقداتو يې مستقيم تيری وکړ, د افغانانو د اذهانو له صيقل پرته يې ورباندي خپل اجيران مسلط کړل, افغانانو ته يې داسي روح ورکړ چې ګواکي دوی يې مستقیمه اداره غواړي… ; هماغه و چې افغانانو يې په خلاف سر او مال ميدان ته وړاندي کړ, تر هغه ورسره وجنګيدل چې هيواد يې له دوی او د دوی له نوکران پاک کړ…

برعکس، امريکا چې افغانستان ته د اسلام د راتګ رمزونه څيړلي و, په افغانانو کې د اسلام د روح پوکلو راز يې تشخيص کړی و هماغه و چې څو لسيزې مخکې يې د افغانستان د ماشومانو او ځوانانو تربيه پيل کړه؛ ورسره يې د ځيني منل شويو افغاني شخصيتونو پير او پلور هم جاري وساتل…

دوه لسيزې -چې د يو نسل د روزلو مکمله موده ده- وروسته يې په افغانستان د يرغل فيصله وکړه، خو داسي يرغل چې هرڅه ته يې افغاني رنګ ورکړ, آن ساده خلکو بيخي داسي نه انګيرله چې د امريکا بريد په افغانستان بريد ده!
هماغه افغانان چې د امريکا په غير مستقيمه تربيه په مصر او ځيني نورو هيوادونو کې يې د شيخوخت او دوکتورا القاب تر لاسه کړي و, دلته يې فتوا ورکړه چې د امريکا راتګ مشروع راتګ ده؛ په خلاف يې هرډول حرکت بغاوت ګڼل کيږي!!

امريکا د بني اسرائيلو له سخوندرکي )ملګرو ملتونو( نه هم د بريد جوازنامه اخستې وه; ترڅو دلته ذهنيتونه ورباندي مسخر کړي.

امريکا هغه تر ميعاد تير, افغان پاچا هم د ايمانونو د ګوزار مخي ته بيا رامخکي او سپر کړ چې څو کلونه مخکي يې طلاق ورکړی و!

هماغه افغان پاچا امريکا ته فرمان ورکړ چې په افغانانو «غت غت بمونه وغورځوه, واړه وخت نيسي»!

دغه لوبه د ځيني ساده او ځيني بوده ذهنيتونو د ايلولو لپاره کافي ګوزار وه.

خو امریکا پوهیده چې افغانستان د ايمان مجسم زمريان لري چې د دوی منتر ورباندي اثر نشي کولای، خو بيا هم امريکا غوښتل چې پورتنې ياد شوي د شګو بندونه د ايماني سيلابونو په وړاندي تجربه کړي، اقلاً مومنان خوبه ورته مشخص شي, چې بيايې د وخت سره چاره وکړي…

دوه لسيزې وروسته امريکا چمتو شوه چې له افغانستان نه خپل عسکر وباسي او ځای يې د خپلې عقيدې, خپلو ګټو او خپل کلتور محافظينو ته مهيا کړي.

امريکا غواړي دلته خپل معنوي وجود مستقر کړي او په اساس يې د افغانستان اداره په خپل کنترول کې ولري.

دغه نيرنګ يې دومره واري دی چې آن ځيني هغوی هم ورته خمار شول چې تر اوسه د امريکا په وړاندي سنګر کې ناست و.

اوس تقريباً ټول په يوه خوله وايې چې جهاد او مقاومت له چا سره؟!
خو اصيل افغانان پوهيږي چې جهاد ترکومه وخته او د چا په وړاندي!

مومنانو ته اسماني کتاب قران داسي درس ورکړی چې د ابليس لارويان به يې هيڅلکه رام نکړي.
مومنان ايمان لري چې جهاد له هغوی سره چې مسلمانان په فتنه کې اچوي، د شيطان دام ته يې ټيلوهي او د باطل نوک وروسته د سوک ځای غواړي…

مومنان پوهيږي چې د امريکا روزلي نه پوهيږي، د ناپوه په وړاندي تساهل کوي او شعوري اجيران تر تیغ تيروي.

مومنان پوهيږي چې افغان خاوره د اسلام خاوره ده، د استقلال خاوره ده او هيڅکله به کفري چوکاټونه او پردي معيارونه ورباندي تطبيق نشي.
مومنان لازمه ګڼي چې کوم افغان سرونه امريکا خوسا کړي يابه ﷲ ﷻ ته په ځمکه ښودل کيږي يابه ليږ نور هم پورته کيږي، د دار په لور …

د مومنانو په نزد معيار يواځي يو شئ ده, چې ايمان او اسلام ورته وايې, نور معیارونه شاتنۍ مرتبه کې دي.

موږ ته چې هرچا اسلام راوړی, په هره طريقه چې يې راوړی موږ يې منندوی يو او څوک چې کفر راوړي په هره طريقه چې يې راوړي مخه يې نيسو…

 

Exit mobile version