نظــر

خائن ژورناليست

شفيع اعظم اورياخېل

که زموږ ډیری ژورنالستان ديني او ملي ګټې څه، که خپل مسلک او ژورناليزم اصولو ته هم ژمن وای؛ نو دا بحران دومره نه اوږدېده.

زموږ همدغو ډيريو قلموالو خپله ژبه او قلم د ټولو ملي او ديني ارزښتونو خلاف د پرديو په اشاره او پيسو د ځوان نسل تحريف او استحمار ته وقف وه.

امريکا دلته ملیارډونه ډالر ټلويزيونونو، راډيو او ورځپاڼو ته ځانګړي کړل او دا ټوله پانګه د ځوان نسل احمق کولو لپاره وکارېده.

د همداسې ژورنالستانو د قلم او ضمير پلورنې له برکته نن له يوه داسې استحمار شوي نسل سره لاس ګریوان يو چې سل قرانونه او سل دلايل ورته پدې تېروو چې دغه لمر، هغه زمکه، دا تور او څنګ ته یې سپين دی.

د وطن هغو سيالو باضميره مشرانو، ځوانانو او پېغلو همت ته دوه لاسي سلام چې د ټولو تکاليفو باوجود یې د ځوان نسل فکري تنوير او هغوی اصلاح ته شپه ورځ يوه کړې وه. دوی د همدې پلورل شويو قلموالو له لوري په سلو ټاپو او سلو ادرسونو متهم شول خو دوی په ريښتيا له هيچا سره نه ول او د خپل فکر، عقیدې او وطن سره د مينې په پار یې خپل اهونه او دردونه پداسې شکل د قلم په څوکه پېل چې سل نور خوبوړي یې ځان سره را ویښ او د نړيوال توپاني استبدادي ځواک مخکې یې لکه غر دنګ ودرول.

پوهه، قلم او ژبه مسوليت دی. چا چې پدغه ارزښت د دين او وطن خلاف سودا وکړه هغوی به راتلونکي نسل ته داسې کوز ګوري وي چې بچيو بچيو ته به یې همدا خپل ليکل او خپله باطله وينا د پيغور ګرځنده ګواهي وي.

که خپله د سپينې وېنا جرئت نلرو نو دومره ذلت هم ندی پکار چې د نورو با جرئته خلکو توهین او مبارزې سپکولو ته کار و وايو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

شفیع اعظم صاحب

خاینې رسنی د اشغال زېږنده ده

د رسنیو خاینه څېره د دوی په اصطلاح د شل کلنو لاسته راوړنو برخه ده،،،

الله تعالی دې اشغال ژر تر ژره ورک کړي تر څو یې بدمرغې لاسته راوړنې هم سر وخوري.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx