افغانستاند سولې طرحې

د مسکو ناستې ته د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند د پیغام بشپړ متن

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني د افغان سولې په تړاو د مسکو ناستې ته په وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې یو داسې ټولشموله قوي اسلامي نظام غواړي، چې افغانان او سیمه ییز هېوادونه ورڅخه مطمئن وي.

د نوموړي د وینا بشپړ متن په لاندې ډول دی:

«بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العلمین والعاقبة للمتقین والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله و اصحابه اجمعین.

اما بعد!

قال الله تعالی: واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا. صدق الله العلي العظیم

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

لومړی د مجلس ټولو حاضرینو ته شه راغلاست وایم. د روسیې فدراسیون له چارواکو څخه مننه کوم چې  دافغانستان د معضلې د هواري په اړه هلې ځلې کوي او دغه کنفرانس او ناستې ته یې زمینه برابره کړې، تر څو د حل په اړه یې غور او بحثونه وسي. همدارنګه د نورو هېوادونو او جهتونو څخه هم مننه کوم چې په دې اړه یې هلې ځلې کړې دي.

قدرمنو حاضرینو!

تاسې ټولو ته بهتره معلومه ده چې زمونږ ګران هیواد دڅو لسیزو راهیسي له ګڼو کړاونو سره مخ دی. او هر أفغان غواړي له دې حالت څخه را ووزي.

د افغانستان اسلامي امارت تقریبا (۲۷) کاله وړاندې هغه وخت رامینځته سو کله چې په هېواد کې حالات کړکچین او داسې یو وضعیت حاکم و چې نه د خلکو سر خوندي و نه یې عزت او نه یې هم مال. هیواد عملا د تجزيي سره مخ و، له همدې امله مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د طالبانو او خپلو مخصلو ملګرو او نورو جهادي قوماندانو په ملتیا ددغه دردوونکي حالت دبدلون لپاره ژغ پورته کړ او عملا یې میدان ته را ودانګل.

په کمه موده کې د هیواد په ډېری ولایاتو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو له ورتګ سره وضعیت نورمال او عادي سو. خلکو د آرام ساه واخیسته. که څه هم چې د نامساعدو شرایطو او امکاناتو د نه شتون له امله به څه ستونزې وې؛ خو بیا هم اسلامي امارت ځینې داسې ځانګړتیاوې لرلې چې ټوله نړۍ اعتراف پرې کوي، لکه هېواد له تجزیې څخه ژغورل، د اداري او اخلاقي فساد له منځه وړل، ډاډمن امنیت راوستل، د خلکو د سر او مال حفاظت، او د مخدره توکیو په وړاندې پیاوړې او موثره مبارزه یادولی سو.

ددې پر ځای چې نړیوالې ټولنې له افغان ولس او اسلامي امارت سره مرستې کړې وای، د ستونزو په هواري کې یې د همژغۍ او کومک لاس را وړاندې کړی وای، تر څو هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لور روان سوی وای، بر عکس بندیزونه یې ولګول.

کله چې د سپتمبر یوولسم پېښه را منځ ته سوه، د امریکا متحده ایالاتو د ګواښونو لړۍ پیل کړه، اسلامي امارت همغه وخت د ستونزې د هواري لپاره د خبرو اترو وړاندیز وکړ، مګر چا نه اوریدو. تر دې چې د امریکا متحده آیالاتو او ملګرو یې زموږ په ګران هېواد او مظلوم ولس نا موجه یرغل وکړ.

د یرغل په وړاندې افغان ولس د اسلامي امارت تر قیادت لاندې له خپلې خاورې او ځان څخه په دفاع  چې یوه اسلامي او ملي وجیبه وه لاس پورې کړ. په دې لاره کې یې هر ډول قربانۍ وړاندې او ستړیاوې وګاللې. تر څنګ یې له خپل سیاسي ادرس څخه نړیوالو ته د خپل پیغام په رسولو هم پیل وکړ. تر دې چې په ۲۰۱۹م کال کې په قطر هیواد کې له امریکایانو سره رسما مذاکرات پیل شول، له اتلسو میاشتو مسلسلو، اوژدو او ژورو مذاکراتو وروسته  بالآخره په ۲۹ د فبروري ۲۰۲۰م کال د نړیوالې ټولنې د استازو په وړاندې توافقنامه امضاء سوه، چې په څلورو مهمو او نورو مسائلو مشتمله ده. د نوموړې توافقنامې له مخې به ټول بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، چې اوس یې وخت را نېږدې سوی، او د افغانستان خاوره به د چا په خلاف نه استعمالېږي –  شپژ زره بندیان به خلاصېژي او ور سره به بین الافغاني مذاکرات پیلېژي، چې په نتیجه کې به د یو نوي اسلامي نظام په را منځ ته کېدو او دایمي اوربند باندې موافقه کېژي.

په نوموړې توافقنامې کې د طرفینو مسئولیتونه په وضاحت سره ټاکل سوي، اسلامي امارت خپلو ژمنو او تعهداتو ته کاملا عملي ژمنتیا شودلې ده. او له مقابل لوري هم د خپلو تعهداتو پوره عملي کولو غوشتنه کوي.

د یادې توافقنامې کومې برخې چې عملي سوې دي اړونده جهتونو او خلکو یې مثبت اثر محسوس کړی، په مجموع کې شپژ زره بندیان خوشي سول، بین الافغاني مذاکرات پیل سول، د جګړې کچه په کافي اندازه را ټیټه سوه.

زه باوري یم که د تړون ټول مواد په سمه توګه عملي سي د افغانستان ستونزې به په بشپړه توګه ور سره حل سي.

د افغانستان اسلامي امارت د نوموړي تړون له مخې په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کمشت راوستی.

بر عکس مقابل لوري خپلې ژمنې او تعهدات په سمه توګه نه دي عملي کړي، د توافقنامې له لاسلیک وروسته یې تر زرو زیاتې تخطیانې کړې دي، چې مونږ وخت په وخت هم له دوی سره، هم له نړیوالې ټولنې او هم له اړونده هېوادونو سره په لیکلې ډول شریکې کړې دي. د تور لیست او بندیانو د خلاصون په اړه یې خپلې ژمنې لا هم نه دي عملي کړي.

 که د توافقنامې د لاسلیک نه وروسته ټول کارونه په هغه ډول ترسره سوي وای څنګه چې په توافقنامه کې راغلي، اوس به د افغانستان د مسئلې داخلي بعد هم نهايي حل ته  رسیدلی وای، په هیواد کې به إسلامي نظام قائم او سرتاسري سوله به راغلې وای، افغانانو به عادي ژوند پيل کړی وای.
فعلا بین الافغاني مذاکرات روان دي، په دې کې شک نسته چې په دې اړه څه مشکلات سته، خو بیا هم یو چوکاټ جوړ سوی، دواړو خواوو خپلې اجنډاوې تبادله کړې دي، کار جریان لري او تر یو ځایه پر مختګ هم سوی. د هغو د لا پرمختګ لپاره باید هڅې وسي او  پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیري کولو لپاره یې کار وسي. او د کامیابه کیدو لپاره یې باید ټول افغان جهتونه خپل نظرونه ووايي.

مونږ غواړو چې یو داسې افغان شموله ځواکمن اسلامي نظام ولرو چې د ولس استازیتوب وکړی سي. سته ستونزو ته د هواري لارې چارې ولټوي او د ولس د هوسايۍ او د هېواد د ثبات او استقرار لپاره کار وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه هم هوډ لري، هم وړتیا او تجربه، د هېواد نور جهتونه هم باید په دې اړه خپل مسئولیت ادا کړي.

د ستونزو د هواري او په شه توګه مخ ته تللو لپاره تر ټولو شه او مؤثره لار د دوحې توافقنامه ده، د کومې په عملي کیدو سره چې هم خارجي ستونزې هوارېژي او هم د داخلي ستونزو د هواري لپاره یو شه بستر برابرولی سي.

موږ له ټولو نړیوالو، سیمې او خصوصا ګاونډیانو څخه غواړو چې له افغان ولس سره د سته ستونزو په هواري کې مرسته وکړي؛ ځکه د افغانستان ثبات او استقرار د ټولو لپاره مهم دی او په ټولو خپل ځانګړی اغیز او اثر لري.

د مخدره توکیو مسئله چې یوه نړیواله ستونزه ده، د افغانستان راتلونکی نظام به یې په اړه خپل مسئولیت په داسې توګه اداء کړي چې هم د خپل ولس او هېواد پکښې خیر وي او هم د نړیوالو او ګاونډیانو، البته دا هغه وخت کېدی سي چې په دې اړه سیمه ایزه او نړیواله همکاري شتون ولري.

مونږ نه د چا په چارو کې مداخله کوو او نه چا ته اجازه ور کوو چې زمونږ د هېواد او ولس په چارو کې مداخله وکړي.

په پای کې غواړم ووایم چې مونږ په افغانستان کې د یو باثباته افغان شموله اسلامي حکومت غوشتونکي یو چې خپله هم په آرامه فضاء کې ژوند وکړو او هم سیمه ییز او ګاوندي هیوادونه له افغانستان څخه مطمئن و اوسي، البته په دې هڅو کې د افغانانو اسلامي ارزشتونه، خپلواکي او ملي مصالح د بنسټ حیثیت لري، افغانان باید خپل واک ته پرېښودل سي، تر څو  خپل مشکل په خپله حل کړي. والسلام»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx