افغانستانسولې اړوند خبرونه

لاوروف:بین الافغاني مذاکرات دې نور نه ځنډول کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وايي، د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانانو تر منځ روانو خبرو د پام وړ پایله نه ده ورکړې؛ خو دا خبرې باید روانې وي او نورې ونه ځنډول شي.

لاوروف چې د افغان سولې په تړاو په مسکو کې رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې په دوحه کې د افغان سولې روان بهیر ښه پایله نه ده ورکړې او باید پرمختګ پکې وشي؛ چې دده له قوله، مسکو چمتو دی، چې د سولې د بل پړاو خبرو کوربتوب وکړي.

نوموړي وړاندې پر حکومت او طالبانو د «تاوتریخوالي» د کمولو غږ کړی او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې د نا امنۍ او ثبات دوام په سیمه کې د افراطي ډلو د زیاتوالي لامل ګرځي.

د سرګي لاوروف په خبره، ښکېل اړخونه دې د طالبانو او امریکا  تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې عملي کولو ته ژمنتیا وښيي او د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې دې  نورې نه ځنډول کېږي.

د لاوروف پورتنۍ څرګندونې په هغه ناسته کې وې، چې په روسیه کې د افغان سولې په تړاو رابلل شوې ده.

دغه ناسته چې لا هم روانه ده، د طالبانو د سیاسي دفتر د لس کسیز پلاوي تر څنګ د کابل حکومت یو شمېر چارواکو او له کابله یو شمېر سیاسیونو هم برخه پکې اخیستې.

ویل کېږي، دا ناسته به د ترکیې په استانبول کې د جوړېدونکې ناستې لپاره مقدماتي حیثیت ولري او په دوران کې به یې ښکېل لوري د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه وغږېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx