دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام مبارک دین جامع، کامل او شامل دین دی

مولوي محبوب شاه ساجد

له شکه پرته او په یقیني توګه د اسلام دین د قیامت تر ورځي پوري، د هر وخت او ځاي او ټول بشریت دپاره یو کامل ، جامع ، شامل دین او د ټول بشریت د ژوند د ټولو اړخونو او مراحلو دپاره الهي قانون او د ژوند مکمله برنامه ده.
د شرعي دلایلو سرچني په ترتیب سره قرآن کریم ، حدیث ، اجماع او قیاس دي ، چي په هر زمان او مکان کي د قیامت تر ورځي پوري د بشریت دپاره مکملي لارښووني لري.

په قرآن کریم کي ځیني احکام په تفصیلي او ځیني په اجمالي توګه بیان سوي دي ، چي د اجمالي احکامو تشریح یی پیغمبر صلی الله علیه وسلم کړي ده ، او ځیني بیا اصول ، کُلیات او اساسي قواعد دي چي د قرآن کریم جامعیت په همدي اساس دي.

الله تعالي فرمايي:
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ(النحل:۸۹)

ژباړه:او موږ نازل کړي دي پر تا قرآن چي ښکاره او واضح بیان دي د هر شي لپاره.

څرګنده خبره ده چي د هري زماني او هر ځاي د مسائلو د جزئیاتو تفصیلي بیان په قرآن کریم کي نسته ، نو د (تبیان لکل شي)مفهوم څه دي؟

امام ابو اسحاق شاطبي رحمه الله(۷۹۰ المتوفي هجري)ددي سوال په جواب کي لیکي:

ولا یکون جامعا الا والمجموع فیه أمور کُلیات.(۱)

یعني د قرآن کریم د جامعیت مفهوم دادي چي په هغه کي  کُلیات(اصول او اساسي قواعد)بیان سوي دي.

دا داسي کلیات او اصول دي چي هره قاعده یی زرګونه لارښووني او احکام په ځان کي لري ، او د انسان د ژوند د هري مسئلي دپاره حکم ، حل او لارښووني پکښي موجود دي.

– ځیني احکام په قرآن او حدیث دواړو کي موجود دي.
– ځیني احکام یوازي په حدیث کي موجود دي.
– ځیني احکام د اجماع ، قیاس او اجتهاد له لاري پېژندل کیږي.

امام شافعي(المتوفي ۲۰۴ هجري) رحمه الله تبارک وتعالي فرمایی:
الله تعالي په قرآن کریم کي په څلورو طریقو سره خپلو بندګانو ته احکام بیان کړي دي:
۱- ځیني احکام یی په قرآن کي په تفصیلي توګه بیان کړي دي.
۲- ځیني احکام یی د خپل پیغمبر په ذریعه بیان کړي دي.

۳- ځیني احکام هغه دي چي د خپل پیغمبر په ذریعه یی نافذ کړي او په قرآن کي یی یادونه نه ده سوي.
۴- د ځینو احکامو د معلومولو دپاره یي پر مجتهدینو اجتهاد لازم کړي دي.(۲)

د قرآن کریم د کُلیاتو ، اصولو او قواعدو تفصیلات د رسول الله صلي الله علیه وسلم د سنت(حدیث)او اجتهاد په ذریعه پېژندل کیږي.

امام ابوبکر جصاص حنفي(المتوفي ۳۷۰ هجري)رحمه الله فرمايی:

کوم احکام چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم د سنت ، اجماع ، قیاس ، اجتهاد او استحسان(د عامو او مصلحت پر بنیاد ولاړ احکام)څخه پېژندل ثابتیږي ، هغه هم په اصل کي د قرآن بیان دي ، ځکه قرآن د هغو په حجت والي دلالت کوي.(۳)

الله تعالي فرمایی:

مَّا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ۚ ﴿الانعام:۳۸)

ژباړه:
مونږ په كتاب(قرآن) كې هېڅ شى نه دى پریښى.

امام قرطبي رحمه الله د پورتني مبارک آیت په تفسیر کي فرمایی:

یعني موږ ددین د  چارو څخه داسي څه نه دي پري ایښي مګر دا چي هغه مو تاسو ته در ښودلي دي ، یا مو په قرآن کي درته په مشروح توګه درته بیان کړي دي او یا مو په اجمالي توګه ذکر کړي دي ، چي بیان یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتل کیږي او یا د قیاس او اجماع(اجتهاد)څخه ښکاره کیږي.(۴)

—————————————–
(۱)- الموافقات للشاطبي:ص ۳۶۷.
(۲)- الرساله للشافعي:ص ۱۵–۲۵.
(۳)-احکام القرآن للجصاص:ج ۳ ص ۱۸۹. تفسیر بیضاوي: ج ۱ ص ۳۹۴.
(۴)- الجامع لاحکام القرآن قرطبي: ج ۶ ص ۴۲۰.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

اَلْيَوْمَ اَكْمَلْتُ لَكُمْ دِيْنَكُمْ وَاَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِىْ وَرَضِيْتُ لَكُمُ الْاِسْلَامَ دِيْنًا ٍۚ نن ورځ ماپوره کۍ ستاسودپاره ستاسودین اوماپوره کړۍ پرتاسوباندی خپل نعمت اوخوښ موکړۍ ستاسودپاره داسلا دین.دغه پورته آیات دقرآنکریم دین ښیی دغه جعلی احادیث اومذهبونه نه ښین دین ښیی مدهبونه بدعت دۍ ترتابعینووروسته (۱۳۰کال)راغلی دی مفسدینوجوړکړی دی هرڅوک چه په اسلام کی ډلی (مذهبونه) جوړوی الله ورته مشرک ویلۍ دۍ(سوره -الروم آیات ۳۲،سوره آلعمران آیات ۱۰۳،سوره الانعمام آیات ۱۵۹،سوره آلعمران آیات ۱۰۵) هیڅوک نن دقرآنکریم دونه مخنیوۍ نکوی لکه تاسوجاهلان له قرآنه ناخبره ملایان چه وځان ته عالمان ویاست آیاداپورته آیات دانه وایی چه ستاسودین مکمل سوچه ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx