افغانستان

عطاء نور د جمعیت د جلا شوې ډلې مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د جمعیت ګوند جلا شوې ډلې د رایو په اکثریت سره د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.

د عطاء نور په مقابل کې عبدالحفیظ منصور او قدریه یزدان دریدلي وو، چې عطاء نور له ټولو ۷۵ رایو څخه ۶۵ رایې، حفیظ منصور ۷ او قدریه یزدان ۳ رایې ګټلي دي.

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس او د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور په داسې مهال ددې ګوند د کنګرې لخوا د ګوند مشر په توګه ټاکل کیږي، چې د یاد ګوند سرپرست مشر صلاح الدین رباني او مرستیال یې احمدضیاء مسعود د کنګرې له دائرېدو او پرېکړو سره سخت مخالفت ښکاره کړی دی.

صلاح الدین رباني چې اوس هم ځان د جمعیت ګوند مشر بولي، د عطاء محمد نور په مشرۍ هغه ډله چې دده مخالفت کوي، خاینان بللي او د جمعیت ګوند په «ټوټه» کولو یې تورن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx