افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملا برادر  اخند: که د دوحې توافقنامه عملي شي، د افغانستان ستونزه په بشپړ ډول حل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو سیاسي مرستیال او په قطر  کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند» وایي، دوی لا هم د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې توافقنامې ته ژمن دي او باور لري، که یاد تړون په بشپړ ډول پلې شي د افغانستان ستونزه ورسره حل کېږي.

ملا برادر اخند چې د مسکو د ناستې ګډونوالو ته یې خپله وینا اوروله وویل، چې طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی دی؛ خو مقابل لوری نږدې زر شاوخوا «تخطۍ» کړې دي، چې دده په خبره، د سیمې له هیوادونو او نړیوالې ټولنې سره وخت په وخت شریکې شوې دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې امریکایي لوري لا هم د طالب مشرانو نومونه له تور لست او د جایزو له لست څخه نه دي ایستلي او د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ یې نه ده پیل کړې.

د ملا برادر اخند له قوله، طالبان د دوحې تړون ته بشپړ ژمن دي او له «مقابل» لوري هم ورته هیله لري، چې د دوحې تړون عملي کړي؛ تر څو د افغانستان ستونزه ورسره حل شي «که د توافقنامې د لاسلیک نه وروسته ټول کارونه په هغه ډول ترسره سوي وای څنګه چې په توافقنامه کې راغلي، اوس به د افغانستان د مسئلې داخلي بعد هم نهايي حل ته  رسیدلی وای، په هیواد کې به إسلامي نظام قائم او سرتاسري سوله به راغلې وای، افغانانو به عادي ژوند پيل کړی وای.»

نوموړي ددې تر څنګ د افغانانو له خوښې سره سم د یوه اسلامي نظام د تامین او د سولې خبرو د بریا هیله څرګنده کړه او په دې برخه کې د نړیوالو د مرستې غوښتونکی شو.

ده د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل، چې طالبان د هیڅ هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو  څخه هم دا تمه لري، چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونکړي او افغانان پرېږدي، چې له خپلې خوښې سره په خپله اراده یو اسلامي نظام رامنځته کړي.

د ملا برادر اخند د وینا بشپړ متن په لاندې لینک کې لوستلای شئ:

د مسکو ناستې ته د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند د پیغام بشپړ متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دوحی توافقنامه به څنګه عملی شی چی له ویخوا طالبانو جنګ شروع کړی له بلیخوا حکومت بمبارونه کوی. دادی کال هم پری پوره شو. نور د دوحی خبرو اترو ته د افغانانو هیله مندی نشته. د خدای پامانی ورسره وکړی یوه بله موضوع شروع کړی چی زر تر زره سولی او اوربند موقع آماده شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx