
سر پورته کوه د خپلواکۍ بیرغه ورپه!
لیکوال: دادمحمد ناوک
د تورو شرنګي کې، د اسانو ششني کې، د زخمیانو کرېږو او د تکبیر په ملکوتو چیغو کې يې وړاندې ګام نه شوای اخیستی، په اس سپور ځوان په ښي لاس کې محمدي بیرغ رپاند و، په ټول لښکر کې د بیرغ په رپیدا وینه په شور کې وه، ټول ډاډه و، چې دوی لا شته، ټول پوهېدل چې زموږ بیرغ لا لوړ دی، لوړ پر دې مانا چې لا هم د ولاړېدو توان لرو، لا هم دوړاندې تګ زور لرو، لا هم په درو زرو تنو د دوو لکو رومیانو په وړاندې د همدې بیرغ رپېدل ساتلی شو.
دا د مؤته غزا ده. په اس سپور ځوان محمدي بیرغ د دوو لکو رومیانو په وړاندې رپاند ساتلی دی، له اسه ښکته شوخپل اس يې په توره وواهه او په اسلام کې لومړی ځل د مجاهد له خوا اس شهید شو. وړاندې يې منډه واخیسته، بیرغ رپیده، بیرغ په لښکر کې ساه چلوله، بیرغ د سر لوړی ډاډ ورکاوه. بیرغ په دوی کې د راټولېدو زور پیداکاوه.
د یو کافر توره يې ښي لاس ته سمه شوه. لاس يې پرځمکه ولوید. بیرغ يې ترځمکې پرېنښود. ښۍ خپړې له ځمکې ورته کتل چې، کيڼې خپړې خپلې ګوتې د بیرغ پر ډنډه راټولې کړې، بیرغ وخندل او په ټول لښکر کې يې د حال په ژبه زوره تکبیر ناره وکړه. په چپ لاس کې يې د بیرغ رپېدل وساتل، ځوان وړاندې روان و، بلې تورې کيڼ لاس په ځمکه وویشت، د لاس خپړه له خندا شنه شوه، دواړو خپړو د لښکرو له زورورو بوټونو لاندې په خپلو څنګلو نارې وهلې:
بیرغ ونه لوېږې! بیرغ ځمکې ته مه پرېږدئ!
ژر يې محمدي بیرغ په ځان پورې کلک ونیو په سرو وینو رنګ ځوان د پرې شویو لاسونو په پاتو برخو په ټټر پورې کلک ونیو. په ده کې لا وس پاتې و، دی لا وړاندې روان و، د ده دوه لاسونه د لښکر تر پښو لاندې ورک شول، ده خپلې خپړې د اسانو په پښو کې پرېښودې، خو بیرغ يې لوړ وساته. بیرغ رپیده. د ده له پاتو لاسو نو سرې وینې روانې وي. ده د بیرغ په رپېدو ساه اخیسته.
وروستۍ زورورې تورې په ښۍ اوږه په دوه برخې نیم کړ. ګډوډ پرځمکه ولوید. روح يې د لښکر لپاسه وخندل، روح خپل کالبوت په ځمکه دوه ټوټې لیده. د حضرت جعفر رضی الله عنه دوه برخې بدن پرځمکه ولوید. خو بیرغ د لکونو رومیانو ترپښو لاندې کېده چې حضرت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه پورته کړ.
الله اكبر