افغانستانسولې اړوند خبرونه

عباس ستانکزی: د سولې لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی «شیرمحمد عباس ستانکزی» وايي، سوله یوازې د مذاکراتو په مېز باندې کېدونکو بحثونو سره نه تامینېږي؛ بلکې باید عملي ګامونه ورته واخیستل شي او په دې برخه کې ټول جهتونه له شخصي غوښتنو او منافعو تېرشي.

عباس ستانکزی چې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړې شوې ناستې  ته یې وینا اوروله وویل، چې د سولې  په برخه کې د کېدونکو ټولو هڅو قدرداني کوي او په نیک نظر  ورته ګوري؛ خو په خبره يې، د سولې غږ ډېر ناوخته پورته شو، او دا غږ باید په ۲۰۰۱ کې پورته شوی وای، تر څو د  سلګونه زرو افغانانو د وژل کېدو مخه نیول شوي وای.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې طالبان له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د سولې په برخه کې  هڅې کوي او اوس هم که کوم هیواد د افغان  سولې په برخه کې یو ګام اخلي، نو طالبان یې هرکلی کوي او بشپړه همکاري ورسره  کوي.

د ستانکزي له قوله، سوله یوازې د مذاکراتو پر مېز  د بحثونو او بېلابېلو لورو ته په سفرونو نه راځي؛ بلکې په دې برخه کې باید عملي ګامونه واخیستل شي او هر لوری له شخصي منافعو او ګټو تېر شي.

دده په خبره، د سیمې هیوادونه دې له افغانانو سره د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي؛ خو خپل نظامونه دې په افغانستان کې نه تحمیلوي.

دغه ناسته چې نن په مسکو کې رابلل شوې وه، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ یو شمېر افغان سیاسیون او د امریکا، چین، او پاکستان استازي هم ورته بلل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عملی ګامونه به پس د طالبانو یا د غنی له ورکیدو واخیستل شی. اوس خو دواړه طرفه په ګروګان نیول شوی.

غلام سخی نوزهی

ده تلپاتی صلح پ هیلی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx