شعـــــرونه

خدایه! ډکه له الزامه زندګي ده/ ټکور

چنار ټکور

خدایه! ډکه له الزامه زندګي ده
دمرګ خوله کې مو تمامه زندګي ده

نور مو ژوند شکر دی پای ته رسېدلی
راته پاتي تر ماښامه زندګي ده

خپلو تورو ځنځیرونو ته دي خیال ده؟
ګوزاره کوه باګرامه، زندګي ده

دوی له هرې شېبې خوند اخلي خالقه
خو په موږ باندي حرامه زندګي ده

موږ اوس هر ګړی د مرګ په انتظار یو
غورځېدلې موله پامه زندګي ده

ته هم سور په خپلو وینو یې جانانه
د کابل په څېر دې شامه زندګي ده

په ټول ژوند دي یوه ورځ افغانستانه!
تېره کړې په  ارامه  زندګي  ده؟

له زخمو سره به ګرځې بې ټکوره
په دردو کې دلته عامه زندګي ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx