ټولنیزه برخه

زرپارې«اتلسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمد ګل ریان

د «نيل» سيند په نوم
د عُمر رضی الله عنه د زمانې يوه نادره کيسه مې له ډېرو مشرانو اورېدلې وه، خو کوم کتاب کې مې تر نظر نه وه تېره شوې. نن مې د ابن تغری بردی رحمه الله په «النجوم الزاهرة» کې همدا کيسه ولوستله، چې دلته يې تاسې ته ليکم.

ابن تغري بردي رحمه الله ليکلي:
عَمرو بن العاص رضی الله عنه چې مصر فتحه کړ او د مصر والي شو، څه وخت وروسته د بؤونه مياشت راورسېده (بؤونه د جون مياشتې قبطي نوم دی – تقي)، د مياشتې په پيل کې د مصر پخوانيو قبطي اوسېدونکو وفد عَمرو رضی الله عنه ته راغی او ورته ويې ويل چې:
زمونږ د نيل سيند داسې عادت لري، چې که پوره نه کړل شي، سيند وچيږي.
عَمرو رضی الله عنه وپوښتل چې دا څنګه عادت دی؟

دوی ځواب ورکړ: چې د بؤونه مياشتې دولس شپې تېري شي، موږ يوه پېغله نجلۍ پيدا کوو، پلار يې راضي کوو، سينګاروو يې او بيا يې د نيل سيند ته غورځوو، چې په دې سره سيند بيرته اوبه زياتې کړي او موږ ترې استفاده کوو.

عَمرو رضی الله عنه ورته وفرمايل: دا په اسلام کې نشته، اسلام ټول پخواني (جاهلانه) رواجونه له منځه وړي دي.

وفد د دې ځواب په اورېدو لاړ، خو د بؤونه (جون) أبيب (جولائی) او مسری (اګست) درېواړو مياشتو کې د نيل سيند اوبه وچې وې، چې له امله يې خلکو نورو سيمو ته په کډه کولو مجبور شول.

عَمرو رضی الله عنه عُمر رضی الله عنه ته ليک واستاوه او مشوره يې ترې وغوښتله. عُمر رضی الله عنه په ځواب کې ورته وليکل چې تاسې ښه کار کړی، يقياً اسلام پخواني جاهلانه رواجونه له منځه وړي دي. زه تاسې ته خط ليږم او تاسې به يې د نيل سيند ته وغورځوئ.

عَمرو رضی الله عنه چې د عُمر رضی الله عنه ليک خلاص کړ، پکې ليکلي وو.

من عبدالله عُمر أمير المؤمنين الی نيل مصر.
أما بعد: فان کنت تجری من قبلک فلا تجری، و ان کان الله الواحد القهار الذی يجريک، فنسأ الله الواحد القهار أن يجريک.
ژباړه: د الله تعالی د بنده امير المؤمنين عُمر له خوا د مصر د نيل سيند ته!

له حمد او صلاة وروسته: که ته په خپله خوښه بهېږې؛ نو بند او وچ شه او که الله تعالی يو او قهار ذات دی، چې تا بهوي؛ نو موږ همدې واحد او قهار خدای ته ته دعا کوو چې تا په بهولو مجبور کړي.

عَمرو بن العاص رضی الله عنه دا ليک د نصاراوو له «عيد صليب» يوه ورځ مخکې نيل سيند ته وغورځاوه. دا هغه وخت و چې د مصر اوسېدونکو له سيمې د وتلو تياری کړی و؛ ځکه چې د دوی ژوند د نيل په اوبو و او هغه وچ شوی و.

خو کله چې د عيد صليب په ورځ سهار مهال خلکو د نيل سيند وليد، په پوره آب و تاب بهېده او په يوه شپه کې يې د اوبو سطح (۱۶) شپاړلس ګزه پورته شوې وه. (ابن تعری بردی رحمه الله: النجوم الزاهرة فی اخبار ملوک مصر والقاهرة ج: ۱ ص: ۳۵ او ۳۶، وزارة الثقافة والارشاد القومی، مصر)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx