افغانستان

مسکو: د ترویکا ګډونوالو هېوادونو افغانستان کې د «تاوتریخوالي» د کمولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې په تړاو د روسیې پلازمېنه مسکو کې د جوړې شوې غونډې څلورو ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې د «تاوتریخوالي» د کمولو غوښتنه کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې نن د پنجشنبې په ورځ ددې ناستې په پای کې خپره شوې، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون څلور واړو هېوادونو له طالبانو غوښتنه کړې چې د پسرلي «تهاجمي» عملیاتو اعلان ونه کړي او د کابل حکومت مشران یې طالبانو سره د واک شریکولو ته هڅولي دي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې یاد هېوادونه په افغانستان کې د «امارت» بېرته راتګ څخه حمایت نه کوي او له ټولو خواوو غواړي چې د ښځو او اقلیتونو حقونو ته د احترام ترڅنګ د جګړې پرځای دیپلوماسي غوره کړي.

د ترویکا ګډون کوونکي هېوادونه په داسې مهال طالبان او دکابل حکومت د «تاوتریخوالي» کمولو ته هڅولي، چې یادې ناستې ته د وینا پرمهال د طالبانو سیاسي مرستیال او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، چې د دوحې تړون مطابق طالبانو د خپلو عملیاتو کچه راټیټه کړې ده او له مقابل لوري څخه یې هم د خپلو مسئولیتونو د پوره کولو غوښتنه وکړه.

ددې ترڅنګ د کابل حکومت د ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله هم یادې ناستې ته د وینا په ترڅ کې وویل چې دوی له طالبانو سره هرقسم مذاکراتو ته تیار دي؛ خو له مذاکراتو مخکې شرطونو منلو ته آماده نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ماپخوا په وارو واروذکر کړى دى چه دکفاروکنفرانسو نه بىله داسلا زد خواهشاتوبل شۍ ندى څه نتجه له دى کنفرانسه واخسته سوه بىله دى چه طالبان دى هم لکه ګلبدىن دى ملحد او قاتل حکومت ته تسلىم سى آىا دوى دمظلوموشهىدانو اودمظلوموعوام دکلودنړولواوبمباردولو غم اخستىدى بىله جهاد کمفرانسونه نتجه نه ورکوى دکفارو اوبىزوګانو هىڅ فرق نسته نفسى خواهشاتو په مخه اخستى دى دخپلو کلىساګانو هداىتو ته هم کم اهمىت نه ورکوى ىوازنۍ حل جهاددۍ چه الله ىى ددى بىزو ګانو په مقابل کى موږته حکم کړۍ دۍ لکه دروسى کفارو په مقابل کښى چه الله موږته کامىا بى اوتوفىق راکۍ!… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ماخو چي د دغي غونډي د اعلاميې بشپړ متن په نورو رسنيو کي وکوت سخت يې د خولې خوند را بد کړ، زموږ د ګران هيواد او د اسلام د سپېڅلي دين له دښمنانو څخه له دې پرته بله تمه نه سي کېدای. وايي : « خپل مار لا په بل مه وژنه». او : «آزموده را آزمودن خطاست ». او تل «د سپو فقير ته سلا يوه ده».

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx