روغتیا

اروپایي ټولنه: د استرازینیکا واکسینو ګټې له خطرونو زیاتې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): د اروپایي درملو اداره وایي چې د استرازینیکا واکسین په ټولیز ډول د وینې ټولېدو عمومي خطر سره تړاو نه لري، او دا چې ګټې یې له خطر څخه ډیرې دي.

اروپایي ادارې دا اعلان هغه مهال وکړ چې د بریتانیا د درملو او روغتیا پاملرنې محصولاتو تنظیمې ادارې د استرازینیکا واکسینو د خوندیتوب اعلان وکړ.

اروپایي اداره وایي، هیڅ شواهد نه په ګوته کوي چې د کوويډ-۱۹ مخنیوي لپاره د استرازینیکا واکسین د ویټې ټوټه کېدو لامل کیږي، خو دوی زیاته کړې چې د مغزو په رګونو کې د خورا کم او ځانګړي ډول وینې ټولېدو په اړه یې څیړنې روانې دي.

وروسته له هغې چې ځینو هېوادونو د استرازینیکا واکسینو له کارول وروسته په انسانانو کې د وینې ټوټه کېدو ستونزې وموندلې، ګڼ شمېر هېوادونو د لنډې مودې لپاره د استرازینیکا واکسینو کارول وځنډول.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې د استرازینیکا واکسین تایید کړي او زیاته کړې ده، په دې اړه هیڅ داسې شواهد نه لري چې د استرازینیکا واکسینو د کارولو له کبله د کاروونکو وینه ټوټه شوي او یا هم د مړینې لامل شوي وي.

د روغتیا سازمان تایید کړه چې د استرازینیکا واکسینو ګټې ددې د خطرونو څخه ډیرې دي، دوی د واکسین کارولو کمپاین جاري ساتلو وړاندیز کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx