لیکنېنظــر

د مصلح پلار مرکچي زوی

جمال پشتون

د مسکو ناستې ډېرې څنډې درلودې. ځینې یې ډېرې په زړه پورې وې. شاید ډېر داسې نور اړخونه هم وروسته بربنډ شي چې تراوسه د رسنیو له رسترګو پټ پاتې وو. یو له هغو جالبو څنډو چې د رسنیو د کامرو ښکار شوه، د طالبانو د مذاکراتي هیات د ځوان غاړي، ښاغلي انس حقاني او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي مصافحه وه. دا رښتیا هم هغه تصویر و چې زرګونه خبرې يې درلودې. انس حقاني امریکايانو د ټولو نړیوالو نورمونو پرخلاف ونیوه او بیا یې افغان حکومت ته وسپاره. انس د خپل ژوند ډېر خواږه کلونه له کورنۍ لرې، د زندان له کړاوونو او سختو سره تېرې کړې.

نن چې ما ځوان انس حقاني ولیده چې یوه داسې غونډه کې ګډون کوي چې افغانانو ورپورې د سولې او ټیکاو هیلې تړلې دي، ماته د مشر حقاني صاحب مرحوم د سولې هغه هڅې رایادې شوې چې د تنظیمي جګړو پرمهال د زخمي کابل پر جګړه مارو ګرځېده او د سولې او روغې لمن یې غوړوله. حقانیان د وسله وال جهاد او مبارزې تر څنګ د سولې او روغې تاریخ هم لري. دغه اړخ یې د ډېرو له سترګو واکمنو رسنیزو سیاستونو پټ ساتلی.

کله چې جګړه مقدسه شوې یا د علماوو په قول حسن لغیرهی وه، تر بل هر چا یې په مېړانې او اتلوالې جهاد کړی. مشر حقاني صاحب له محدودو هغو جهادي مشرانو څخه و چې پخپله به د جګړې لومړۍ لیکه کې و. هغه صحنه مې اوس هم سترګو ته درېږي چې د روسانو هوايي بمبارد حقاني صاحب ټپي کړ او مجاهدو ملګرو یې له اوږو نیولی له سنګره یې راکوزاوه. د دې صحنې په لیدو سره د رښتیني اتل او مصنوعي اتل درک لګېدای شي.

دغسې د امریکا یرغل پر ضد هم د حقاني کورنۍ قربانۍ، مبارزې او مجاهدې له چا پټې نه دي. د امریکایانو پر تر ټولو حساسو جوړښتونو یې تر ټولو خونړي بریدونه وکړل. په دې لار کې د حقاني صاحب څلور یوسف مخي ګلالي زامن هم قرباني شول. زندانونو او شهادتونو دا کورنۍ له خپل کړي هوډ او عزم څخه په شا نه کړه.

د مسکو په نننۍ ناسته کې د انس حقاني په لیدو مې د دوی د مبارزې اوږد تاریخ فلم له سترګو تېر شو. دلته یې غواړم د هڅو پر بل اړخ تم شم. هغه د جرګې او مرکې دود دی. مشر حقاني صاحب د ژوند په بیه او د بې شمېرو ګواښونو او خطرونو په منلو سره د خپل ولس د هوساینې لپاره د سولې د کاروان مشري کوله. هغه وخت سولې لپاره هڅې لکه نن هغه امتیاز نه و، بلکې مرګ ته غېږ ورکول و.

د حقاني صاحب ځایناستی، خلیفه سراج الدین حقاني هم د زغم، حوصلې او عزم لوړ غر دی. د خلیفه صاحب په هڅو د طالبانو په لیکو کې ډېرې خوابدۍ او خپګانونه کوشیر شول. داسې خلک رښتیا هم ډېر لږ وي چې هم د جګړې وي او هم د جرګې. مګر حقاني صاحب او ځایناستي يې د دواړو دي. خلیفه صاحب ډېرې داسې معضلې په لوړې حوصلې، حکمت او درایت په خبرو او تفاهم حل کړي دي چې د ډېرو خونړیو نښتو امکان په کې و.

ځوان انس حقاني له زندان وروسته د طالبانو د مذاکراتي هیات غړی شو. دا ډېره پر ځای پرېکړه وه. انس په یوه وخت کې د قران کریم حافظ دی، دیني کتابونه یې لوستي او لیکوال او شاعر هم دی. انس حقاني د طالبانو په هیات کې د ځوانانو استازیتوب ښه کولای شي. په رښتیا هم انس حقاني د سولې سفیر نومولو ته تر ټولو ښه انتخاب دی.

تېره میاشت چې په ولسي مشاعره کې ما د انس حقاني له خولې د زغم، شکسته نفسۍ، ارامۍ او مینې او روغې خبرې واورېدې، راتلونکي ته مې هیلې او امېدونه زرغون شول. ځواني د جوش، جذبي او غچ عمر وي. انس بیا زنداني شوی، تعذیب شوی او ترهیب شوی. خو هېڅ وخت مې دا شکایتونه ترې وانه ورېدل. د غچ او انتقام خبره خو پر خپل ځای پرېږدئ. انس حقاني لکه په عمر پوخ د تجربو او مشاهدو لرونکی حکیم مشر چې وي.

انس داسې شاعر مرکچي دی چې تل یې پر خوله مسکا خپره وي. انس په خپلې شاعرۍ د جګړې او غچ تږو ته د انسانیت او اسلاميت درس ورکوي. د داسې ځوانانو په لیدو مو د سولې او ثبات راتګ ته هیلې وټوکېږي. په دې هیله چې دا هیلې بیا ونه رژېږي. خدای دې انس حقاني ته توفیق ورکړي چې ځوان نسل له جګړو وژغوري او د ژوند زېري ورته راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

په قرآنکریم کی فرمایی:دکلوخلکووویل موږایمان راوړۍ دۍ الله وفرمایل ووایاست موږاسلام راوړۍ دۍ ایمان لا ستاسوزړوته ندۍ داخل سوۍ ایمان چه دچاوزړوته داخل سی دالله په لارکی پرمال اوځان سرفه نکوی جهادکوی دحقانی صاحب دکورنۍ زړوته ایمان داخل سوۍ دۍ له یوداسی ذلیل انسانه سره لکه کرزۍ ستړی مسی کوی چه لاس په مرداریږی کرزۍ منافق دۍ منافق ظاهرشاه وامریکاته معرفی کۍ امریکاته یی اطمنان ورکۍ چه زما غوندی وطنفروش وطن دښمنه دۍ نادراوظاهرشادانګریزانوپه هدایت افغانستان له تعلیمه دملایانوپه کومک منع کۍ کنه موږبه هم نن ایټم درلودای غازی امان الله خان ډیرپراسلا اوصنعت مین پاچاوو،ولی دانګریزی ملایان شکلومخبرانوزموږ دقرآنکریم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx