افغانستان

د افغان جهتونو په غوښتنه د مسکو غونډه دویمې ورځې ته وغځېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو جوړه شوې غونډه نن د جمعې په ورځ هم دوام وکړي.

د حزب اسلامي د رهبري شوری غړي همایون جریر آرنا نیوز ته ویلي، چې د افغانانو په غوښتنه او د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په موافقه د مسکو ناسته د یوې بلې ورځې لپاره تمدید شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په ننۍ غونډه کې به یوازې افغان برخه اخلي.

په ورته مهال د کابل حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې حبیبه سرابي هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې د نن ورځې په ناسته کې د کابل حکومت پلاوی هڅه وکړي، ترڅو د طالبانو له پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي.

د مسکو پرونۍ غونډه کې د ترویکا پلس هېوادونو استازو ترڅنګ د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم حقاني ویناوې وکړې او د کابل حکومت پلاوي څخه یوازې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د خبرو نوبت ورکړل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سر کوزی هیڅ شرم نلری. هماغه دښمن سره چی دوه میلیونه کونډی او یتمان او یو میلیون شهیدان یی او ویجاړ وطن مو له خاورو سره خاورې کړ همغوی ته لکه سپی لکی خوروی. خو کاش چی بیا یوه اوربند ته غاړه کیژدی، ملا برادر بیا هم وایی چی اوربند منو خو وروسته د جوړیدو د یوه اسلامی حکومت نه. د اسلامی د حکومت راتلو لپاره باید اول اوربند وشی لکه سړی خبری وکړی نه لکه سپی چی یو بل خوری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx