افغانستان

طالبانو او کابل حکومت د سولې بهیر پر «چټکتیا» هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): د روسیې پلازمینې مسکو کې طالبانو او د کابل حکومت د سولې بهیر پر «چټکتیا» هوکړه کړې ده.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د روسیې آر آی اې (RIA)خبري آژانس ته ویلي، چې له طالب استازو سره یې نن د جمعې په ورځ په مسکو کې لیدلي او دواړو لوریو د سولې بهیر پر چټکتیا هوکړه کړې؛ خو په نورو موضوعاتو یې خبرې نه دي کړي.

په مسکو کې د ترویکا پلس هېوادونو استازو تیره ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له کابل حکومت او طالبانو وغوښتل چې د «تاوتریخوالي» کچه راټیته او د جګړې پرځای دیپلوماسۍ ته مخه کړي.

په دغه اعلامیه کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون د ناستې ګډونوالو هېوادونو په ځانګړې توګه له طالبانو وغوښتل چې د پسرلنیو عملیاتو له اعلان څخه ډډه وکړي او کابل حکومت یې طالبانو سره د واک شریکولو ته هڅولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د یوویشتمی پېړۍ تر ټولو لویه او مهمه پوښتنه:
چی دا د کرزی له باده تشه خولۍ ولی د حکمتیار مخته پرته ده؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx