ځانګړي راپورونه

ايا بايډن به د طالبانو له هوکړې پرته د ځواکونو ويستلو نېټه وځنډوي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره هڅه کوي، خو دا کار ډېر ستونزمن دی.

جو بايډن له اې بي سي ټلويزوني شبکې سره د خبرو پر مهال ويلي، ښايي داسې وشي، خو عملاً ډېره ستونزمنه ښکاري.

د تېر ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې بايد د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د سپينې ماڼۍ واک له تر لاسه کولو وروسته وويل، چې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې ارزونه کوي او وروسته به يې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

جو بايډن تر اوسه د دوحې تړون په اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې، خو امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې ښايي بايډن په لنډو ورځو کې د دوحې تړون د اروزنې پرېکړه اعلان کړي.

جو بايډن له اې بي سي ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، چې ښايي د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي، خو خورا ستونزمنه ده.

د اې بي سي ټلويزيون په وينا بايډن غواړي، د بهرنيو پوځيانو د ويستلو ضرب الأجل د روان کال تر نومبر مياشت پورې وغځوي.

خو اې بي سي ويلي، جو بايډن بايد د خپلو پوځيانو د ويستلو ضرب الأجل غځولو په اړه د طالبانو هوکړه تر لاسه کړي او که داسې ونه کړي، ښايي افغانستان کې يو ځل بيا د جګړې لمبې بلې شي.

د چارو څارونکي هم وايي، جو بايډن بايد د دوحې تړون ته درناوی وکړي او له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپل عسکر وباسي.

د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبين ويلي، د جو بايډن اداره ښايي د خپلو پوځيانو د ويستلو موده شپږ مياشتې ځنډول وغواړي، خو امريکا بايد له دې پرېکړې مخکې د سيمې مهمو هېوادونو لکه چين، پاکستان او روسيې ملاتړ تر لاسه کړي او ورپسې له طالبانو سره هم دا موضوع شريکه کړي.

باينټ روبين د امریکا پخوانی دیپلوماټ او سیاسي تحلیلګر

د بارنيټ روبين په وينا د سيمې هېوادونو او طالبانو له هوکړې پرته د ځواکونو د ويستلو مودې غځول د امريکا په زيان دي او بايد داسې ونه کړي.

بارنيټ زياتوي، چې د بهرنيو ځواکونو د ويستلو په اړه د طالبانو او سيمې هېوادونو دريځ يو دی او د بايډن اداره باید د سيمې هېوادونو حساسيتونه ونه پاروي.

د افغانستان او سيمه‌ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، د بايډن اداره له پيله په دې لټه کې ده، چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ويستلو موده وغځوي.

د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه رحیم الله یوسفزی

ښاغلي يوسفزي له نن ټکی اسيا سره د خبرو پر مهال ويلي، د بايډن اداره هڅه کوي، چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ويستلو ضرب الأجل وغځوي، خو د دې لپاره بايد د طالبانو رضايت تر لاسه کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که امريکا د خپلو پوځيانو د ويستلو ضرب الأجل د طالبانو له هوکړې پرته وغځوي، دا به د جګړې د زياتېدو لامل شي.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان هم د جو بايډن ادارې ته سپارښتنه کړې، چې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو په مهالوېش کې بدلون د طالبانو له مشورو پرته ونه کړي.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان

طالبانو تر اوسه د جو بايډن وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، چې امريکا او ناټو بايد د دوحې تړون له مخې تر ټاکلې نېټې خپل پوځيان او قراداديان له افغانستانه وباسي.
طالبانو خبرداری ورکړی و، که امريکا پر ټاکلې نېټې له افغانستانه خپل پوځيان ونه باسي، دا به د جګړې د زياتېدو لامل شي او پړه به يې هم د امريکا پر غاړه وي.

د کابل حکومت د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناکامۍ او د جو بايډن په بريا خوښي ښکاره کړې وه او هيله يې کړې وه، چې د بايډن اداره بايد له طالبانو سره شوې هوکړې لغوه کړي او د سولې لپاره له سره نوې هلې ځلې پيل کړي.

خو د بايډن ادارې د کابل حکومت د هيلو پر خلاف د افغانستان سولې لپاره د ټرمپ د ادارې استازی زلمی خلیلزاد پر خپل ځای پرېښود او د هغه ماموريت يې اړين وباله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بليکن څو ورځې وړاندې د کابل حکومت د مشر اشرف غني په نوم لېږل شوي ليک کې هغه ته په جدي لهجه ويلي و، چې واشنګټن له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو سربېره په ټولو انتخابونو غور کوي او ورته ويلي يې و، چې د سولې لپاره بايد خپلې هڅې چټکې کړي.

بلينکن اشرف غني ته خبرداری ورکړی و، چې د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد دريځ ته مثبت ځواب ووايي او که مخالفت وکړي، ښايي د طالبانو د جګړو ته يوازې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

طالبان خو څه ساده ګان ندي چې پر يوه مکار او بې لوظه دښمن باور وکړي او د فتوحاتو او عسکري پرمختګونو په موسم کې د خپلو مجاهرينو لاس او پښې د امريکا د چل ام مکر په رسيو وتړي. امريکایان دې حتما لاړ شي، او که یوڅه کباړ مباړ يې پاتې وو هغه د دوئ افغاني قراردادیان او هغه ټېلرخېل بېرته تر کراچۍ ورورسوي چې له هغې خوا د راولړلو پېغور يې هم ورپه غاړه دی.

طوطی

بایدن به هرو مرو تر شپږو میاستو نور یعنی تر نومبر پوری خپل عسکر افغانستان کی ساتی او پدی مدت کی به د کابل د حکومت د عسکر هم کله کله مرستی ته وردانګی. بایدن به دا مساله مطابق د دوحی د توافقنامی پر اساس مخی ته وړی، د توافقنامی پر بنیاد پس لدی چی د طالبانو شپږ زره بندیان یله کیږی نو طالبان به د کابل له حکومت سره مستقیما خبری کوی خو بر عکس هغوی هدفی وژنی، انتحار او پر پولیسو او عسکرو حملی شروع کړی اوربند ته یی د یوه مسلمان په صفت غاړه ورنکړه نو ځکه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx