نړۍ

د اسرائیلي عسکر د نیولو په بدل کي یو ملیون ډالر انعام اعلان شول

السعوديةنن ټکی اسیا: دسعودي عرب دشاهي  کورني یو کس ښاغلي خالد بن طلال ویلي هرچا که اسراییلي عسکر ونیوی ورته به ۹۰۰ زره امریکایی ډالر انعام ورکړي، خالد بن طلال چی دسعودي عرب دډیرشتمن کس ولید بن طلال ورور دي، له یوه ټلوزیوني چینل سره دخبرو پرمهال وویل دغه پریکړه یی له هغه څخه وروسته کړی ده کله چی ددغه هیواد یوه عالم شیخ عوض القرني ته داسراییلو له لوري دوژلو ګوت څنډنه وشوه، شیخ عوض القرني له هغه څخه وروسته دیو اسراییلي عسکر دنیولو په عوض کی د ۱۰۰ زره امریکایی ډالرو دانعام خبره کړي وه کله  چی دیهودانو ځینو کسانو دراخوشي کړل شویو فلسطینی زندانیانو دوژلو په بدل کی د ۱۰۰ زره ډالرو دانعام اعلان  وکړ.

خو چی کله دشیخ العوض القرنی له لوري خبر ورکول شو چی که هرچا کوم اسرايیلي عسکربندی کړ ورته به نوموړي ۱۰۰زره امریکایی ډالره انعام ورکوي، دنوموړی له دغه خبرڅخه سمدستي وروسته یهودانو یو ځل بیا خپله خبره تکرار کړه او له دی ځله یی وویل چی دخوشي شویو فلسطنیانو دوژلو په بدل کی به یو ملیون ډالره انعام ورکړی، او له دی سره یی ښاغلي شیخ العوض القرنی ته هم ګوت څنډنه وکړه چی دمرګ شپی نوری دګوتو په شمار دی، نور دي نوموړی ډیرازاد نه ګرځی چی له کوره وزي رستورانت یاکوم بل لوري ته ځی احتیاط دی کوی، یو یهودي خو لا داهم ویلی وو، کچیري شیخ العوض القرنی تریوی میاشتی پوري ونه وژل شو دی به داسراییلو دڅارګري اداري موساد پرمشرانو باندي ناړی توپ کړي.

خالد بن طلال وایی دغه پیسي له هغه څخه وروسته اعلان کړی کله چی داسراییلو له لوری دشیخ عوض القرني دپیسو په مقابل کی د ۱۰۰ زره ډالره پرځای دانعام رقم لوړ کړ او  یو ملیون اعلان یی وکړ او له دی سره یی شیخ ته ګوت څنډنه هم وکړه چی نوموړی به وژنی، نو له دی وروسته به دهرنیول شوی اسراییلي عسکرپه مقابل کی ۹۰۰ زره ډالره زما له لوري ونیونکي کس ته ورکول کیږي، او ۱۰۰ زره ډالره ښاغلي شیخ ورکوي چي ټوټل یو ملیون کیږي چی دا رقم د یهودانو له لوري له اعلان کړل شویو پیسو سره برابریږي.

نوموړي پر  شیخ القرنی باندی غږ وکړ،  قدم واخله سره درسره ولاړ یم او ملګري دي یم، دیادولو وړ ده چی څو ورځی مخکی دفلسطنیانو اواسرایلو ترمنځ دزندانیانو تبادله رامنځ ته شوی وه ، چی په دغو تبادله شویو فلسطنیانو کی هغه فلسطنی زندانیان هم وو، چی په اسراییلو کی دکال ۱۹۹۸ دچاودنو په تور نیول شوی وو او په ابدی بند باندی محکوم شوی وو، خو له راخوشی کیدلو  څخه وروسته ځینی سخت دریځو یهودانو ډیره بده منلي وه، او ددغو فلسطنیانو دوژلو په بدل کی یی د ډالرو دورکولو اعلانونه وکړل، حتی یوه یهودي خو لا دا هم  ویلي وو، ترڅو چی دغه فلسطنیان مونږ وژلي نه وی موسي علیه السلام به زمونږ څخه ناراضه وي اودهغه روح به نا ارامه وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x