د امت لوياننړۍ

د اسلامي نړۍ ستر حنفي عالم او د «صفوة التفاسير» ليکوال شيخ محمد علي صابوني وفات شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): د اسلامي نړۍ په کچه ستر حنفي عالم، د سوريې د علماوو ټولنې مشر او د «صفوة التفاسير» په شمول د لسګونو کتابونو ليکوال شيخ محمد علي صابوني نن د جمعې په ورځ په ترکيه کې د ۹۱ کالو په عمر وفات شو.

د شيخ صابوني رحمه الله کورنۍ او شاګردانو د ټولنيزو رسنيو له لارې ويلي، چې شیخ رحمه الله د ترکيې په شمال لويديځ يلوا ښار کې وفات شوی دی.

د مسلمانانو علماوو د نړيوالې ټولنې مشر شيخ علي القره‌ داغي د خپلې فيسبوک پاڼې له لارې د شيخ صابوني په وفات خپله غمرازي ښکاره کړې او ويلي يې دي: «شيخ رحمه الله د قرانکريم او قراني علومو ډېر خدمت کړی او د ازادۍ په قضيه کې هم له خپل ولس سره ولاړ و.»

شيخ صابوني په ۱۹۳۰ کال کې د سوريې په حلب ښار کې زېږېدلی و، په ۱۹۵۵ کال کې د الازهر پوهنتون د شرعياتو له فاکولتې فارغ شو او په اسلامي نړۍ کې ستر مفسر، فقيه او مصنف بلل کېده.

شيخ رحمه الله د سوريې د علماوو ټولنې مشر و، د ليکل شوو کتابونو شمېر يې تر ۵۷ رسيږي، چې تر ټولو مشهور کتاب يې «صفوة التفاسير» دی، چې ۴۰ کاله مخکې يې ليکلی و، د ابن کثیر او امام طبري رحمهماالله تفسيرونه يې هم مختصر کړي، په قراني علومو کې يې «التبیان في علوم القران» او همدارنګه «روائع البيان في تفسیر ايات الأحکام»، «قبس من نور القران» او ګڼ نور کتابونه ليکلي دي.

شيخ رحمه الله شاوخوا ۶۰۰ ټلويزوني حلقې د قرانکريم د تفسیر هم ريکارډ کړي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې، چې د عربي ديکتاتورانو پر خلاف ولسي لاريونونه پيل شول، شيخ صابوني يې ملاتړ وکړ او په ګڼو تلويزني حلقاتو کې يې وويل: «کوم حاکم، چې پر خپل ولس ظلم کوي او د الله تعالی له دينه بې لارې کيږي، هغه مجرم دی او باید پر خلاف يې پاڅون وشي.»

د سوريې د ديکتاتور ولسمشر بشار الأسد پر خلاف يې د ولسي پاڅون ملاتړ کړی او هغه يې د وخت «مسيلمةالکذاب» بللی و.

د شيخ محمد علي صابوني رحمه الله وفات په ټوله اسلامي نړۍ کې ستره تشه رامنځته کړه او په ټولنيزو رسنيو کې د ګڼو اسلامي هېوادونو اتباعو د شيخ صابوني رحمه الله په وفات خواشيني ښوولې او د هغه مړينه يې د ټول اسلامي امت لپاره ستره ضايعه بللې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

إن العين لتدمع وإن القلب ليحزن وإنا لفراق عالمنا وعلامة العصر فى تفسير القرآن لمحزونون ولا نقول الا ما يرضى ربنا إنا لله وإنا إليه راجعون

اللهم أغفر له وارحمه وعافه واعف عنه واكرم نزله ووسع مدخله واغسله بالماء والثلج والبرد ونقه من الذنوب والخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس
اللهم عامله بالاحسان إحسانا وبالاساءة عفوا وغفرانا اللهم أبدله دارا خيرا من داره واهلا خيرا من أهله
اسأل الله أن يؤجر الأمة الإسلامية فى المصيبة وأن يخلفهم خيرا

طوطی

خدای بښلی شیخ هم د افغاسنتان جنګ ناروا بللی وو خو طالبان هغه څه منی چی د آی اس آی مربوط ملایان یی فتوای ورکوی.

غوربندی

دا يو درواغ درنه پاته وو، راودې خړول

عبدالمالک همت

انا لله وانا اليه راجعون ستر او ثقه عالم او مفسر وو. رښتيانی عالم بايد دغسي وي. الله سبحانه دي موږ مسلمانانو ته د دغه متوفی عالم په عوض کي داسي صالح او جيد عالمان را په برخه کړي چي د الله دين او بنده ګان يې د ښو خدمتونو له امله ښه سرلوړي سي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx