افغانستان

اشرف غني ددفاع او کورنیو چارو نوي سرپرست وزیران ګومارلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): له اوږدې چوپتیا وروسته د کابل حکومت د اسدالله خالد پر ناروغۍ اعتراف کړی او د هغه پر ځای یې محمدیاسین ضیاء د دفاع د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

ملي امنیت شورا ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي ګوښه او پرځای یې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات سرپرست وزیر او محمد ایوب سالنګي د یاد وزارت لومړي مرستیال په توګه ګومارلي دي.

په هغو دوو جلا خبرپاڼو کې چې د ملي امنیت شورا لخوا خپرې شوي، دغه ګومارنې د اشرف غني د حکم پر اساس او د اصلاحاتو او ځان بسیا کېدو لپاره بللي دي.

امنیت شورا له دې پرته چې د اسدالله خالد د ناروغۍ ډول ذکر کړي؛ خو څرګنده کړې یې ده، چې د نوموړي تر رغېدو پورې به محمدیاسین ضیاء ددفاع وزارت چارسمبالی وي.

ایوب سالنګي تردې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال او حیات الله حیات د کندهار، هلمند، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو د والي په توګه پاتې شوی دی.

ښاغلی حیات دوه میاشتې مخکې د کندهار د خلکو او سیاسي مشرانو له پراخو اعتراضونو وروسته له دندې ګوښه او پرځای ېې روح الله خانزاده ټاکل شوی ؤ.

حیات په کندهار کې قومي ترپګنیو ته د لمن وهلو او د کرونا پیسو کې په پراخ مالي فساد تورن ؤ، چې یوه میاشت مخکې له اداري سره د مبارزې ځانګړې  ادارې له لوري په دغه قضیه کې ښکېل هم وبلل شو؛ خو اوس یې په ناڅاپي ډول د کورنیو چارو وزارت په دنده ګومارلو د خلکو او سیاستوالو ترمنځ نوې اندېښنې راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

نومونہ او مخونہ معنا نہ لرى،
عمل او گامونہ معنا لرى،
باید ہر گام او حرکت د آولس د پارہ وى،
د زان او کورنئ د پارہ نہ،
تر ہوسہ خو داسى شکارى پخوانى د کلى او بانڈو
غلہ ملى او بین المللى بنڑہ آخیستا دہ۔
آولس ورز تر بلہ د بد زوند پرخواہ روان دى۔

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx