ټولنیزه برخه

زرپارې«نوولسمه برخه»

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمدګل ريان

موحد چه بر پای ريزی زرش:
صحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم اجمعين د عَمرو رضی الله عنه تر قوماندې لاندې د مصر مشهور ښار اسکندريه محاصره کړی و.

عباده بن صامت رضی الله عنه د کوم ضرورت په خاطر د لښکر له خيمو او پړاو لرې لاړ، يو ځای له خپل آښ ښکته او په لمانځه ودرېد. روميان له کلا راوتلي و او چې کله يې عباده بن صامت رضی الله عنه يوازې او په لمانځه ولاړ وليد، دا يې د هغه د وژلو ښه موقع وګڼله او عباده رضی الله عنه ته ورنژدې شول، هغه په لمانځه مصروف و، کله چې روميان ښه ورنژدې شول، سلام يې واړاوه، په ډېره چستي په آس سپور شو او په روميانو يې حمله وکړه.

روميانو له دې عابد او درويش څخه د داسې شجاعت تمه نه لرله. کله چې د الله د لارې غازي روميانو ته نژدې شو، روميانو خپل آسونه وځغلول او وتښتېدل، خو عباده رضی الله عنه بيا هم ورپسې و، روميان پوه شول چې خلاصون يې نشته؛ نو يې خپل قيمتي سامان، چې په ملا باندې يې تړلی و، د عباده مخ ته وغورځاوه، دوی فکر کاوه چې دا سارايي عرب به د زيوراتو په ليدلو سره د دوی تعقيب پرېږدي، خو دا چې عباده رضی الله عنه د نبي عليه السلام صحابي و، قيمتي سامان ته يې هيڅ توجه ونکړه او روميان يې تعقيبول، آن تر هغو چې روميان خپل کلا ته ننوتل او دروازه يې بنده کړه. عباده رضی الله عنه د کلا دروازه څو ډبرې وويشته او بيرته خپل ځای ته وګرځېد.

پر لاسه د روميانو قيمتي سامان او زيورات شيندلي پراته و، خو دې فنا فی الله درويش ورته بيا هم توجه ونکړه، خپل ځای ته ورسېد او بيا د الله تعالی په عبادت مصروف شو. روميانو له کلا څخه خپل قيمتي سامان وليد چې لا هم پر لاره شيندلی پروت دی، راغلل او خپل سامان يې ټول کړ. (النجوم الزاهرة ج: ۱ ص: ۹)
موحد چه در پای ریزی زرش
چه شمشیر هندی نهی بر سرش
امید و هراسش نباشد ز کس
بر این است بنیاد توحید و بس

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx