ورزش

چمپینز لیګ: د کواټر پایلوبو سیالیو لپاره د لوبډلو پچه وویشتل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو د کواټر پایلوبو لوبډلو ټاکلو لپاره د جمعې په ورځ د سویس هېواد په نیون ښار کې د چمپينز لیګ په مرکزي دفتر کې پچه ترسره شوه.

دغه پچه کې ۸ لوبډلې شاملې وې، هسپانوی کلب ریال مدرید، انګلستانی کلب مانچسټر سیټي، انګلستانی کلب لیورپول، انګلستانی کلب چیلسي، المانی کلب بایرن مونشن، المانی کلب بروشیا دورتمند، پرتګالی کلب پورتو او فرانسوی کلب پاریس سان جرمان لوبډلې شاملې دي.

د کواټر پایلوبو پچه په لاندې ډول ترسره شوه:

  • مانچسټر سیټي د بروشیا دورتمند پر وړاندې
  • بایرن مونشن د پاریس سان جرمان پر وړاندې
  • لیورپول د ریال مدرید پر وړاندې
  • چیلسي د پورتو پر وړاندې

بایرن مونشن لوبډلې چې د تېر کال چمپینز لیګ اتلولي یې خپله کړې وه یو وار بیا له پاریس لوبډلې سره مخامخ کیږي، یادې لوبډلې د تېر کال اروپا اتلانو لیګ په پایلوبه کې مخ شوې وې، بایرن مونشن لوبډله به د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دغه راز د لیورپول لوبډله د ۲۰۱۸م کال اروپا اتلانو لیګ په پایلوبه کې د ریال مدرید سره مخ شوې وه چې ریال مدرید په ۳-۱ بریا خپله کړې وه، خو لیورپول بیا راتلونکې (۲۰۱۹م) کال له ټوتنهام هاټسپر څخه یاده اتلولي ګټلې وه.

د چمپینز لیګ کواټر پایلوبو سیالیو لومړی لیګ به د اپریل میاشتې په ۶مه او ۷مه نېټه او دوهم لیګ به په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي، دغه راز د نیمه پایلوبو لومړی لیګ به د همدغې میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه او دوهم لیګ به د مۍ میاشتې په ۴مه او ۵مه نېټه ترسره شي، په داسې حال کې چې پایلوبه به د ترکیې په استنبول ښار کې د مۍ په ۲۹مه نېټه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د اروپا اتلانو لیګ روان پړاو سیالیو کې د لیونل میسي لوبډله برسلونا، او د کریستیانو رونالډو لوبډله یوونتوس له یادو سیالیو بهر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx