افغانستان

هرات کې د تیزو بادونو له کبله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ کب، ۱۳۹۹ل): په هرات ولایت کې د تیزو هواګانو او توندو بادونو له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شیرزوی وايي، دغه تیزې هواګانې چې نن د جمعې په ورځ غرمه ۱۲ بجې را الوتې دي، په ترڅ کې یې د یوې میرمنې او درې نارینه وو په ګډون ۴ تنو خپل ژوند بایللی دی.

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ په دغه ولایت کې د درې ماشومانو، دوو میرمنو او پنځو نارینه په ګډون ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بل پلوه د هرات سیمه ییز چارواکي بیا وايي، چې تیزو هواګانو په دغه ولایت کې د ځاني زیان سربیره کروندګرو او عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم په هرات ولایت کې د تیزو هواګانو له کبله د ښوونځي د یوې لوحې د پرېوتو پېښه کې یوې زده کوونکې خپل ژوند بایللی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx